کندهار ( پژواک ١٤غويى پژواک ) : د کندهار ولايت د بېلا بېلو ښوونځيو پر زده کوونکو د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي ٥٠ زره کتابونه ووېشل شول.
دغه کتابونه چې د انځوريزو کيسو له لارې پکې د نشه يي توکو زيانونه په ګوته شوې، د نشه يي توکو په برخه کې د عامه پوهاوي د يوې ادارې (سيارې) له خوا چمتو شوي دي.
د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس ګل محمد شکران چې د کتابونو د وېش لړۍ يې د ميرويس نيکه له ليسې پيل کړه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کتابونه به د کندهار په ټول ښوونځيو کې ووېشل شي.
هغه زياته کړه، د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې تر هر څه وړاندې عامه پوهاوى ډېر زيات مهم دى.
دى وايي، د دغو انځوريزو کيسو کتابونه له ځوانانو او په ځانګړې توګه له زده کوونکو سره مرسته کوي، چې د نشه يي توکو د زيانونو په اړه عامه پوهاوى تر لاسه کړي او ذهنيتونه يې بدل شي.
شکران اندېښنه وښودله، چې د هغوى له هڅو سره سره لا هم په کندهار کې نه يوازې نشه يي توکي کرل کېږي، بلکې د ټولنې ډېر ځوانان د نشه يي توکو کارولو ته مخه کوي.
هغه وويل، همدا اوس يې د نورو هلو ځلو تر څنګ د کندهار په بېلا بېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو په کمپاين کې تر دې مهاله ١٥٠٠جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د ده په وينا، د مرکزي ادارې له لورې په کندهار کې د کوکنارو له کښت څخه د ٢٠٠٠ جريبه ځمکې د پاکولو هدف ورکړل شوى، چې په نژدې ورځو کې به پوره شي.
د کندهار ميوند، ژيړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي، چې د نورو په پرتله پکې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي وو.
دغه راز، د دغه ولايت د ٢ ميليونه نفوس له ډلې د ٨٠ زره په شاوخوا کې کسان په بېلا بېلو نشه يي توکو روږدي دي.