ژبه

په زابل کې هم د پاکستان پر ضد لاريون وشو

کلات (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د زابل په مرکز کلات ښار کې زرګونو خلکو د پاکستان ضد لاريون وکړ او پر مهال يې د دغه هېواد بيرغ هم وسوځاوه.

دغه لاريون نن سهار (د غويي ١٥مه) نهه بجې د کلات ښار له مرکزي جامع جومات څخه پيل شو او د غرمې تر يوولس نيمو بجو يې دوام وکړ.

د لاريون يوه سمبالوونکي محمد داوود ګلزار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لاريون کې د کلات او نورو ولسواليو زرګونو کسانو ګډون کړی او د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې يې د پاکستان وروستى يرغل په کلکه وغانده.

درې ورځې مخکې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو پر افغان ځواکونو بريد کړى و، چې له امله يې يو سرحدي پوليس ووژل شو. دغه راز په دې نښته کې يو شمېر پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ګلزار وايي، چې د لاريون ډېرى ګډون کوونکو د پاکستان پر وړاندې د جګړې لپاره د نوم ليکنې غوښتنه کوله او زياته يې کړه، چې د دې لپاره به ډېر ژر په دغه ولايت کې د نوم ليکنې لپاره دفتر پرانيستل شي.

هغه زياته کړه: ((زه مطمين يم چې که د افغانستان ولسمشر امر وکړي، نو افغان مېړنی ولس به د پاکستان پر خلاف په تشو لاسونو د جګړې ميدان ته ووځي او تر اټک پورې به د افغانستان سيمه له پنجابيانو فتح کړي.))

د غونډې يوه ويناوال مولوي محمد يوسف وويل، چې د اسلام له نظره د هېواد دفاع د هر افغان دنده او بايد چې افغانان هم د اسلام د احکامو مطابق د يرغلګرو پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

هغه پر دولت او مشرانو غږ وکړ، چې بايد خپلمنځي اختلاف پرېږدي او د هغو بهرنيو ګواښونو مخه ونيسي چې دا مهال هېواد ورسره مخ دی.

د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار، چې لاريون کوونکو ته يې خبرې کولې وويل: ((افغان دولت په هېڅ ډول ډيورنډ کرښه نه مني او پاکستان دې د دې کرښې د رسمي کېدو خوبونه نه ګوري.))

د لاريون په پاى کې ګډونوالو د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه او د دغه هېواد د نظامي چارواکو جوړې شوې مجسمې يې هم وسوځولې.

د يادونې ده، چې د لاريون پر مهال د کلات ښار ګڼ شمېر دوکانونه هم بند وو.

تر دې مخکې په اروزګان ، کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم د پاکستان ضد لاريونونه شوي دي.

ورته موضوع