کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو اوه سرتېري وژل شوي او شپـږ نور ټپيان دي.
د ياد وزارت له خوا د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې پرون د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ په دوو چاودنو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د لوګر په څرخ او خروار او د پکتيا په زرمت ولسواليو کې د مخالفينو په بريدونو کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو د فراه د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د بالابلوک په چاودنه کې ٩ سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن