Language

پروان کې د ١٥ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

چاريکار (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، تېره شپه د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په کمين کې ١٥ طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سيمې يو اوسېدونکى وايي، چې په دغه کمين کې د وژل شوو ١٢ طالبانو مړي يې ليدلي دي.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د وسله والو مخالفينو يوه ډله له شېخ علي ولسوالۍ څخه سياه ګرد ته پر لاره وه، چې د يادو ولسواليو په سرحدي سيمه “تورېج ” کې د سيمه ييزو پوليسو له کمين سره مخ شول.

د هغه په وينا، په وژل شوو طالبانو کې، چې د سياه ګرد او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي وو، د هغوى دوه قوماندانان (ملا پاينده محمد او ملافاروق) هم شامل دي.

د ده په وينا، د وژل شوو کسانو مړي د هغوى کورنيو او خپلوانو ته سپارل شوي، خو ټپيان طالبانو له ځان سره وړي دي.

دى وايي، چې په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د طالبانو ٧ ميله کلاشينکوفونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

د سياه ګرد د “جوى دختر” سيمې اوسېدونکي او قومي مشر عبدالستار هم تاييد کړه، چې تېره شپه په تورېج کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل، ده په ياده نښته کې د وژل شوو ١٢ طالبانو مړي او څلور ټپيان ليدلي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د بغلان دوه اوسېدونکي (مولوي يحيى او مولوي رفيع الله) هم شامل دي.