کابل ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د ايران فارس خبري اژانس خبر ورکړى، چې د طالبانو يوه لوړ پوړي پلاوي د خبرو اترو لپاره تهران ته سفر کړى دى.
فارس اژانس د غبرګولي په ١١مه، خبر ورکړى، چې ددې پلاوي مشري د طالبانو د مهم غړي طيب اغا پر غاړه وه.
سرچينې زياته کړې ، چې ياد پلاوي په تهران کې له ايراني چارواکو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په دې پلاوي کې د طالبانو دقطر ددفتر مهم غړي ،چې پکې پخوانى وزير حمدالله نعماني او د ميدان وردګو پخوانى ولي شمس الدين پهلوان هم شامل وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم د طالبانو پلاوي فرانسې، جرمني او جاپان ته سفرونه کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن