ژبه

کندهار کې د درېيو وسله وال د وژل کېدو تر څنګ ١٨ نور نيول شوي

کندهار (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د کندهار  په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو د ګډو عملياتو پر مهال ٣ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ژوندي نيول شوي دي.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عمليات له تېرې ورځې راهيسې د دې ولسوالۍ په زنګ اباد، زلخان او بلندي سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال په سيمه کې امنيتي ځواکونه د ماينونو پر شنډولو بوخت وو، چې وسله والو ورباندې بريد وکړ.

دى وايي، د پوليسو په متقابلو ډزو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي، خو پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، په بلندي سيمه کې بيا د ملي او سيمه ييزو پوليسو تر څنګ ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې پر مهال يې ١٨وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل، په نيول شوو کسانو کې يو يې پاکستانى دى، چې د ولسي پاڅون کوونکو پر ضد يې وسله والو طالبانو ته پلانونه طرحه کول.

پوليسو دوه ورځې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ په بادوان سيمه کې عمليات کړي وو، چې پر مهال يې ٢٥ ماينونه کشف او شنډ شول.

د پنجوايي ولسوال څو ورځې وړاندې پژواک اژانس ته ويلي و، چې په پاکستان کې د ديني مدرسو له رخصتېدو سره په سلګونو طالبان راغلي او څو ځلې يې د ولسي پاڅون کوونکو پر سيمو وسله وال بريدونه هم وکړل.

که څه هم وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې د هوا له ګرمېدو سره د پنجوايي ولسوالۍ امنيتي وضعيت ګډ وډ کړي، خو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو تر څنګ د دې ولسوالۍ د ځينو کلو پاڅون کوونکو د هغوى فعاليتونه محدود کړي دي.

وسله والو طالبانو د پنجوايي د وروستيو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.