کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): په پکتيکا ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې بهرني سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دغبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې د افغانستان په ختيځ کې يې پر سرتېرو داخلي بريد شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو په جامو کې يوه تن د دوى پر سرتېرو بريد کړى او درې سرتېري يې وژلي دي.
ايساف وايي، چې دوى او افغان پوځي چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړي او پايلې به يې وروسته اعلان کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ايساف د خپلې پاليسۍ له مخې، د وژل شوو سرتېرو هويت نه شي په ډاګه کولى، خو بايد وويل شي چې په دې سيمه کې امريکايي سرتېري مېشت دي.
په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مرستيال جنرال محمد اکبر هم پېښه تاييدوي او زياتوي، چې دغه بريد د يوه افسر له خوا چې د کندهار ولايت اوسېدونکى و، ترسره شوى دى.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې دغه بريد د ملي اردو د دويمې پلې لوا په مرکزي قوماندانۍ کې ، چې د خيرکوټ ولسوالۍ د سېګانې په سيمه کې ده، رامنځته شوې ده.
هغه پژواک ته وويل، چې د ملي اردو او ايساف سرتېرو تر منځ لومړى لفظي شخړه شوې او وروسته د اردو ياد سرتېري پر ايساف ځواکونو ډزې کړې دي.
افغان وايي، چې په دې پېښه کې د ايساف درې سرتېري وژل شوي، درې نور ټپيان دي او د ملي اردو سرتېرى هم په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، د پکتيکا والي محب الله صميم يوه پلاوي ته ، چې په کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت استازي ګډون لري، دنده سپارلې، تر څو د يادې پېښې د څرنګوالي په موخه له ايساف ځواکونو سره په ګډه پلټنې وکړي.
هغه زياتوي، لومړني معلومات په ډاګه کوي ، چې پېښه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې او د ملي اردو ياد سرتېری له وسله والو سره کومه اړيکه نه لري.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ٨٥ تنو ته ورسېد.
د يادونې ده، تېر کال په ٤٥ داخلي بريدونو کې ٦٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو د روان زېږديز کال له پيله راهيسې دا ډول بريدونه کم شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن