کابل ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت وايي ، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ياد وزارت له خوا دچنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي اردو سرتېرو ياده مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو طالبانو په بريدونو او د ماينونو په چاودنو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې سرتېرو ته يې د غه مرګ ژوبله په ننګرهار، پروان، کندهار، ميدان وردګ ، پکتيا او هلمند ولايتونو کې اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپي سرتېري روغتونونو ته لېږدول شوي دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن