Language

د کابل په قره باغ کې درې وسله وال ووژل شول

کابل (پژواک٤چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي امنيت د عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان شوي او درې نور نيول شوي دي.

د قره باغ يوې باوري سرچينې د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د سبزسنګ په سيمه کې د عملياتو پرمهال رامنځ ته شوې ده.

د ده په وينا، د عملياتو پرمهال په يوه کور کې ٦ وسله وال راټول شوي وو او غوښتل يې چې په کابل کې د ورانکارو بريدونو پلان جوړ کړي.

سرچينه زياتوي، په دې نښته کې، چې د ملي امنيت يو کارکوونکى هم  ټپي شوى، يو شمېر لاسي بمونه او ٦ کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د وسله والو طالبانو وياند  ذبيح الله مجاهد پژواک سره په اړيکه کې په دغو عملياتو کې د خپلو کسانو وژل تاييد کړل، خو دعوه يې وکړه، چې په دې پېښه کې يې د ملي امنيت لس ځواکونه هم وژلي دي.