چاريکار (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د پروان امنيتي مسوولينو په دې ولايت کې د تېرو دوو اونيو په عملياتو کې د ٥٨ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو د درېيمې لوا قوماندان سمونوال سخيداد، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو دوو اونيو راهيسې د پروان په شينوارو او شيخ علي ولسواليو کې تصفيوي عمليات روان وو، چې نن پاى ته ورسېدل.
ده زياته کړه، د دې عملياتو په پايله کې ٥٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې موده کې يو شمېر وسلې او د پوليسو يو موټر، چې طالبانو ولکه کړى و، ترلاسه کړي دي.
سخيداد وايي، په دې عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار عبدالحنان کوهستاني پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات په دوو پړاوونو کې په برياليتوب سرته ورسېدل.
د ده په وينا، په لومړي پړاو کې چې په شينوارو ولسوالۍ کې ترسره شول، ٤٦ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، د عملياتو په دوهم پړاو کې چې په شيخ علي ولسوالۍ کې ترسره شول، ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د شيخ علي د تورج سيمې يوه اوسېدونکي علي احمد وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پرضد عمليات ترسره شوي، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.
د هغه په خبره، د دوى په سيمه کې د عملياتو په پايله کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د يادې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، نن د چاريکارو د سړک د غاړې لسګونو پلورونکو په دې ښار کې د پوليسو پر ضد لاريون وکړ.
دغه لاريون، چې نن مازيګر پنځه بجې پيل او د ماښام په ٧:٣٠ بجو پاى ته ورسېد، ګډون کوونکو يې ادعا کوله، چې پوليس له دوى سره ناوړه چلند کوي او هغوى غريبي ته نه پرېږدي.
د سيداحمد په نوم يوه پلورونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چاريکارو ښار د درېيمې حوزې پوليس هغوى کاروبار ته نه پرېږدي او ځوروي يې.
ده ادعا وکړه، چې د لاريون پرمهال د پوليسو د ډزو له امله يو لاريون کوونکى ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
يوه بل لاريونوال جان اغا بيا وايي، که پوليس له دوى سره ناوړه چلند ته ادامه ورکړي، نو له وسله والو مخالفينو سره به يوځاى شي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د سيمې د اړوندو امنيتي مسوولينو نظر واخلي، خو هغوى له خبرو کولو ډډه کوله.