ژبه

کندهار کې د اردو د افسرانو او سرتېرو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ وشوې

کندهار ښار (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): د کندهار ولايت په ٢٠٥ اتل قول اردو کې د ملي اردو د سرتېرو تر منځ د قرآن کريم د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوې.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سيالۍ کې د ملي اردو سرتېرو او افسرانو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سيالۍ يې د روژې مبارکې مياشتې د را رسېدو او په هېواد کې د تلپاتې سولې په موخه په لاره اچولې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حسن قرائت په يادو سياليو کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال تورن جنرال عبدالرحمن رحماني تر څنګ د قرارګاوو امرينو او يو شمېر سرتېرو او افسرانو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حسن قرائت په دې سيالۍ کې د ٢٠٥ قول اردو ٣٥ افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه چې درې تنه په کې بريالي اعلان شول.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال تورن جنرال عبدالرحمن رحماني د ملي اردو ځواکونو د ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د يادې سيالۍ پر جوړېدو يې خوښي وښوده.

رحماني دغه راز د ملي اردو پر سرتېرو غږ وکړ، چې د وطن په دفاع کې ځانونه ونه سپموي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر پاکه خاوره د يرغل کوښښ وکړي.

د قرانکريم د ښه تلاوت د سياليو په پای کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له عقيدتي او فرهنګي څانګې قاري محمدايوب لومړى، له څلورمې لواء څخه قاري محمد حسين دويم او له لوژستيکي څانګې څخه قاري ذبيدالله درېيم مقام خپل کړ.

ورته موضوع