کندهار (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): د روژې مياشتې له پيل راهيسې د کندهار ولايت ګڼ شمېر سوداګرو د ښار په بېلابېلو برخو کې زرګونو بې وزله او غريبو وګړو ته د روژه ماتي پر مهال د افطار ورکولو لړۍ پيل کړې ده.
دغه راز يو شمېر نور سوداګر بيا له بې وزله کورنيو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته کوي، چې کندهار ښاريان د شتمنو وګړو له دغه لاسنيوي ډېر خوشحاله دي.
عينو مېنه د کندهار ښار هغه سيمه ده، چې په ټولو جوماتونو کې يې هر ماښام د روژه ماتي پر مهال پر سلګونو بې وزلو وګړو تيار خواړه وېشل کېږي.
دغه لړۍ په دې مېنه کې د مېشتو څو سوداګرو له خوا، چې نه غواړي نومونه يې ياد شي، پيل شوې ده.
د عينو مېنې د اوسېدونکو د اتحاديې مشر حاجي نصيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د روژې له لومړۍ ورځې راهيسې په ټولو جوماتونو کې هر ماښام د روژه ماتي پر مهال شاوخوا ٢ زره غريبو وګړو ته تيار خواړه ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، سوداګرو د عينو مېنې تر څنګ د کندهار ښار او ځينو ولسواليو په جوماتونو کې هم په ورته توګه د افطار ورکولو لړۍ پيل کړې ده.
د نوموړي په وينا، دا له هغو وګړو سره لويه مرسته ده، چې اقتصاد يې ټيټ او په دې مياشت کې د خوړو د چمتو کولو توان نه لري.
د دې تر څنګ د ښار په يو شمېر جوماتونو کې بيا په ډله ييزه توګه يو شمېر وګړي په خپلو کورونو کې خواړه تياروي او د روژه ماتي پر مهال يې په جوماتونو کې پر غريبو خلکو وېشي.
د کندهار ښار د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي حاجي جمال پژواک اژانس ته وويل، چې د روژې تر پيل وړاندې د هغوى جومات ته څېرمه يو شمېر هغو کسانو، چې اقتصادي حالت يې ښه دى، تصميم ونيو، چې په ګډه به په خپلو کورونو کې خواړه چمتو کوي او بيا به يې د روژه ماتي پر مهال له بې وزلو خلکو سره شريکوي.
هغه زياته کړه، دغه کار يې تر هغه وروسته وکړ، چې ولسمشر د روژې له پيل سره جوخت د هېواد له شتمنو وګړو وغوښتل، چې په دغه مياشت کې د بې وزلو خلکو لاسنيوى وکړي.
د نوموړي په وينا، د روژې له پيل راهيسې د هغوى د محل شاوخوا پنځلس کورنۍ له خپل وس سره سم خواړه تياروي او ماښام مهال يې په جومات کې له سلګونو غريبو خلکو سره شريکوي.
د سوداګرو او شتمنو وګړو تر څنګ د کندهار صنعتکاران هم د روژې په مياشت کې له بې وزلو وګړو سره مرسته کوي.
د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مشر باريداد صادق پژواک اژانس ته وويل، هر صنعتکار د خپلې فابريکې د توليدي توکو تر څنګ د خوراک، جامو او په نورو برخو کې له خلکو سره مرسته کوي.
د کندهار بې وزله وګړي د شتمنو، سوداګرو او صنعتکارانو له مرستو څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغه ولايت شتمنو تل په بېلا بېلو وختونو کې د غريبو خلکو لاسنيوى کړى دى.
د کندهار ښار د ده خواجه سيمې اوسېدونکى عبدالمالک وايي، د ورځې دومره پيسې نه ګټي، چې خپله کورنۍ ورباندې په سمه توګه وچلوي.
هغه زياته کړه، يوه سوداګر ورسره څو ورځې وړاندې د جامو، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده او خوشحاله دى، چې د هغه د ماشومانو د نويو جامو ارمان يې پوره کړ.
ده وويل، د دې تر څنګ هر ماښام د روژه ماتي لپاره د سيمې جومات ته ورځي او د ده په څېر سلګونه نور غريب خلک هم افطار کوي.
د دې تر څنګ د کندهار ښار د کارېز بازار سيمې يوه اوسېدونکې بې وزله مېرمن جميله وايي، چې د خپلو سر او نيم سر اولادونو ټول بوج د هغې پر غاړه دى او دا مجبوره ده، چې د پرديو په کورونو کې کار وکړي.
خو دا وايي، چې د خپل معاش تر څنګ ورسره د سيمې شتمن خلک په دې مياشت کې ډېره مرسته کوي او د روژې په مياشت کې يې د هغې بوج کم کړى دى.
د دې په وينا، دا چې د اوړي موسم دى او په کندهار کې ګرمي ډېره زياته وي، په روژه کې د ډېرې تندې له لاسه په سمه توګه کار هم نه شي کولاى.
د کندهار د سوداګرۍ خونو مسوولين وايي، چې کندهار مېشتو سوداګرو د نورو ولايتونو په پرتله په زياته کچه د خپلو بې وزله هېوادوالو لاسنيوى کړى دى.
دغه راز ديني عالمان هم د سوداګرو له لوري د افطار د ورکړې او له غريبو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې ستاينه کوي او وايي، چې شتمن وګړي دې خپلې مرستې د لرې پرتو سيمو هغو وګړو ته هم ورکړي، چې ناچاره دي او اقتصادي حالت يې خراب دى.
د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي هم د روژې مياشتې د راتلو پر مهال د هېواد له سوداګرو او شتمنو وګړو غوښتي و، چې د توکو نرخونه لوړ نه کړي او د خپلو غريبو هېوادوالو لاسنيوى وکړي.