Language

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پخوانيو غړو په بريا سره د دندې تر سره کول او له دوى څخه د دغه کمېسيون نويو غړو ته د دندې سپارل، د افغانستان له قوانينو سره په سمون او د هېواد د سوکالۍ او ثبات په ټينګښت کې مهم وبلل.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې ولسمشر کرزي نن له غرمې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخواني غړي او مشر فضل احمد معنوي سره د ناستې په ترڅ کې د هغوى له خدمتونو او ښو برياوو ستاينه وکړه.

هغه وويل: “د تاسو له لوري په بريالۍ توګه د دندې تر سره کول او نويو غړو ته د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې د هغې لېږد، د هېواد په ټينګښت او ثبات کې مهم رول لري.”

د ارګ ماڼۍ په دغې ناسته کې فضل احمد معنوي، عبدالخالق حسيني پشه يي، سيد هاشم فولاد، ريدا عظيمي، غلام دستګير ازاد او مومنې ياري ګډون درلود.

په مقابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخواني مشر او غړو په افغانستان کې د قانوني نظام او ولسواکۍ پر پراختيا خوښي وښوده او ويې ويل، چې د افغانستان نظام ته ژمن دي او د هېواد په هره برخه خپلو خلکو ته د خدمت په کولو کې چمتو دي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د غوراوي کمېټې له لوري ولسمشر ته ٢٧ تنه وروپېژندل شول او ولسمشر کرزي د دوى له ډلې څخه يواځې ٩ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نويو غړو په توګه وټاکل.

وروسته بيا يوسف نورستانى د کمېسيون د نوي مشر، عبدالرحمن هوتکي مرستيال او ګلالۍ اڅکزۍ د دغه کمېسيون د منشي په توګه وټاکل شول.