کابل ( پژواک ٢١ زمرى ٩٢ ) : ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې کابل د ټولنيزو رسنيو د لومړۍ ملي ناستې کوربه شي.
د ټولنيزو رسنيو دغه ملي ناسته د ” پيوند افغانستان له خوا ” ديو شمېر رسنيو په ملاتړ په لاره اچول کېږي.
د يادې ادارې له خوا د زمري په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته به د روان لمريز کال د وږي په ٣١مه د دوو ورځو لپاره په لاره واچول شي .
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به له ټولو ٣٤ ولايتونو څخه ٢٠٠ ګډونوال ويناوې وکړي .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پيوند به د افغانانو ترمنځ د اړيکو جوړولو، د ټولنيزو رسنيو فعالو کارکوونکو ته د ودې ورکولو، دافغانستان دننه او له افغانستان څخه بهر د ماهرو کسانو له خوا د خلکو د مهارتونو لوړولو ورکشاپونه هم جوړوي.
سرچينه زياتوي ، چې ددغې ناستې په اړه به په پښتو،دري او انګليسي ژبو په ژوندۍ بڼه له نوا او کليد راډيوګانو او سبا تلوېزيون څخه معلومات خپاره شي او دغه راز به ياده ناسته د هشت صبح ورځپاڼې او پژواک خبري اژانس تر خبري پوښښ لاندې هم راشي .
د پژواک اژانس رييس دانش کړوخېل په دې اړه وايي : (( په دې وروستيو کلونو کې دافغانانو ترمنځ د ټولنيزو رسنيو کارونه زياته شوي دي، دغه راز يې د خلکو په منځ کې ژبني او مذهبي منفي اختلافات رامنځته کړي دي .))
خو هغه زياته کړه، چې د ټولنيزو رسنيوله لارې کېداى شي د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د بشري حقونو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره په ګډه کار وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد په کچه هغه خلک ، چې غواړي په دې ناسته کې ګډون وکړي، هغوى بايد اړونده فورمه ډه کړي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن