ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د شپږو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
22 Aug 2013 - 16:19
د شپږو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
22 Aug 2013 - 16:19

هرات (پژواک، ٣١ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې په بادغيس کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شپږ طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.

په بادغيس کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شېراحمد ملداني د زمري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې جګړه نن سهار د بالامرغاب ولسوالۍ په مورچاق سيمه کې رامنځ ته شوه.

نوموړى زياتوي، چې په جګړه کې لس وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

دغه راز د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې جګړه سهار پيل شوه او تر غرمې روانه وه.

هغه زياته کړه، چې جګړه اوس درېدلې او طالبان له سيمې په شا شوي دي.

مورچاق له ترکمنستان سره پر پوله پرته سيمه ده، چې يوه مياشت مخکې شاوخوا سل سرحدي پوليس د وسله والو له لوري کلابنده شوي وو، خو بيا وروسته هوايي ځواکونو دغه کلابندي خلاصه کړه.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.