جلال اباد، چاريکار، هرات ( پژواک ٤ وږى ٩٢) : امنيتي ځواکونو په بېلا بېلو عملياتو کې د ٢٣ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.
په سوېل ختيځ زون کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندانۍ له خوا د وږي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې ځواکونو يې په بېلا بېلو عملياتو کې اته تنه وسله وال مخالفين وژلي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې د غزني په زنه خان ولسوالۍ کې څلور وسله وال وژل شوي، د وردګو په نرخ ولسوالۍ کې دوه تنه او د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې هم دوه تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې له مخالفينو څخه يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوې دي.
بلخوا د لوېديځ ولايت بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم درې تنه دولتي سرتېري او دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په لوېديځ زون کې د سرحدی پوليسو قوماندان جنرال شېراحمد ملداني پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې په نښته کې درې سرحدي پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شوي او اوس هم په بېلا بېلو سيمو کې دوام لري.
دبادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د جګړې د تاييد ترڅنګ هم وويل ، چې په دې نښته کې درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي هم دي.
ديوه بل خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وايي، چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې پيل شوي چاڼيز عمليات پاى ته رسيدلي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د زمري په ٣٠مه د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د خوګياڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل شوي وو، چې د وږي د مياشتې په دويمه نېټه پاى ته ورسيدل.
نوموړى وايي، چې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې څو ځله له وسله والو سره سختې نښتې رامنځته شوي، چې له امله يې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، له وسله والو مخالفينو څخه ٦ ميله کلاشينکوفونه او دوه پايې ايکم مخابرې هم خاص افغان ځواکونو ترلاسه کړي.
د عبدالزي په خبره ، چې په نښته کې د افغان ځانګړو ځواکونو يو تن وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ جګړه کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه نور کسان ټپيان شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن