ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې يو قاضي  ووژل شو

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې يو قاضي ووژل شو

هرات(پژواک،١٢وږى٩٢): په هرات کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې يو قاضي او په بادغېس کې د دولت درې وسله وال مخالفين ووژل شول  .

  د هرات د استیناف محکمې رييس سيد عبدالغفار زبير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې    قاضي سيد احمد خالصي نن له دفتر څخه کورته د تلو پر مهال د دوو ناپيژانده وسله والو له خوا چې پر موټر سايکل سپاره وو، په ډزو ووژل شو.

دى وايي، چې پر خالصي بريدکوونکي تښتېدلي دي .

پژواک هڅه وکړه ، چې په دې  اړه له امنيتي چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .

پر خالصي د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

د هرات د ولایتی شورا ریيس سید وحید قتالي د معلوماتو له مخې، په شاوخوا يوه مياشت کې    په دې ولايت کې په هدفي بريدونو کې  شاوخوا ٣٠ قومي مشران او دولتي مامورين وژل شوي دي.

ديوه بل خبر له مخې، د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې د دې ولايت دمرکز اړوند په خيرخانه سيمه کې  د پوليسو او وسله والو طالبانو په نښته کې ٣   طالبان وژل شوي ،٣ ټپيان دي   او يو تن يې ژوندى نيول شوى دى. 

دى وايي، چې د وژل شويو درې واړو مړي له پوليسو سره دي .

د هغه په وينا،  په ياده نښته کې  ۴  موټرسیايکلونه، يو پیکا،  يو ار پي جي ٧ راکټ  هم د پولیسو   لاس ته  ورغلي دي.

طالبانو په دغه اړوند څه ندی ویلی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.