Language

د المان پراختيايي بانک کندوز کې د اوبو رسونې ستره پروژه  تمويلوي

کندوز (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې يوه  ستره پروژه  پرانيستل شوه .

ياده پروژه  د  المان د پراختيايي بانک له لوري تمويل شوې او له دوو  زرو ډېرو کورنيو ته د څښلو اوبه برابروي.

د دې پروژې کار نن د ٥،٦ ميليونه يورو په لګښت پيل شو.

د شمال زون د کاناليزاسيون او اوبو رسونې رييس انجنير نجيب الله نجيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شبکه د ٤٣ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي، چې د اوبو  د نلونو له لارې به له دوو  زرو څخه زياتو کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه چمتو کړي.

هغه زياته کړه، يوه د اوبو ذخيره، چې ٣٠٠ متره مکعبه ظرفيت لري او درې څاګانې هم د دې پروژې له برخو څخه دي.

نجيب زياته کړه، چې د يادې پروژې کار له يو الماني شرکت سره د تړون له مخې  پر مخ  وړل کېږي او ټاکل شوې ، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې  بشپړ شي.

د شمال ختيځي حوزې د اوبو رسونې رييس زياته کړه: ((اوبه له څاه څخه د سرکلوشن په واسطه ذخيرې ته بهيږي او وروسته د نلونو له لارې کورونه ته لېږدول کېږي.))

د هغه په وينا، د دې شبکې د اوبو رسونې خدمتونه به ٢٤ساعته وي.

د امام صاحب اوسېدونکو د دې شبکې د کار له پيل څخه خوښي وښوده او په ټاکل شوي وخت کې يې د بشپړېدو غوښتونکي شول.

د امام صاحب د ښار يوه اوسېدونکي مراد علي وويل: ((په تېره کې يو شمېر خلکو  د سيند، نهر او د لښتيو اوبه کارولې، چې له امله يې د کورنيو غړي له ناروغيو سره  مخ کېدل.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.