کابل (پژواک ١٦وږى ٩٢): وسله والو طالبانو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فريبا کاکړ خوشې کړه.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازې فرېبا کاکړ له خپلو څو ماشومانو سره د کوچني اختر په درېيمه د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د نوغي په سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شوه.
وروسته له درېيو ورځود هغې ماشومان بېرته خوشې شول، خو دا لا تر اوسه د تښتوونکو په بند کې وه.
وسله والو طالبانو د وږي په ١٦مه، اعلان وکړ، چې فريبا احمدي کاکړ يې نن په غزني ولايت کې خوشې کړې ده.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې طالبانو له حکومت څخه د خپلو بنديانو د خوشې کولو په موخه د فريبا د تښتولو پر اقدام لاس پورې کړ.
هغه زياته کړې چې فريبا کاکړ يې نن ورسته له هغه چې حکومت د طالبانو څلور تنه ښځينه بنديانې او دهغوى ماشومان خوشې کړي، نو دوى هم د تبادلې په صورت کې فريبا کاکړ خوشې کړه او خپلوانو ته يې وسپارله.
فريبا کاکړ د ولسي جرګې د مواصلاتو د کمېسيون غړې وه، ددغه کمېسيون رييس قيس حسن پژواک اژانس ته ومنله، چې فريبا کاکړ نن ماښام مهال د غزني ولايت د شولګر ولسوالۍ د سپندې په سيمه کې د طالبانو له لوري خوشې او دوى ته وسپارل شوه .
ده زياته کړه ، چې د کاکړ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د نوموړي په وينا، په همدې موخه يو پلاوى نن غزني ولايت ته رسيدلى دى.
د يادونې ده ،چې د فريبا کاکړ دتښتولو په لومړيو ورځو کې د هغې کورنۍ ، د کورنيو چارو وزارت او د ولسي جرګې ياد کمېسيون ويلي وو ، چې هغه ترکيې ته تللې او تښتول شوې نه ده.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن