کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کزري د سمنګانو ولايت د ډبرو سکرو په کان کې د ٢٧ کار کوونکو پر مړينې خپګان څرګند کړى او د قربانيانو کورنيو ته يې د بېړنيو مرستو د رسولو لارښوونه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د سمنګان په روى دو اب ولسوالۍ کې پرون له غرمې وروسته د ډبرو سکرو کان د يوې برخې د راغورځېدو له امله ٥٧ تنه د کان دننه بند پاتې شوي وو، چې له يادې ډلې ٢٧ يې ژوند له لاسه ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د ارګ له لوري پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي، چې ولسمشر د دې دردوونکې پېښې په خبرېدو سره ډېر متاثره شوى او د دې پېښې کورنيو ته د تسليت مراتب او خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړه.
حامد کرزي د کانونو او پټروليمو وزير ته نن سهار لارښوونه وکړه، چې بايد نوموړى او يا هم د دغه وزارت کوم مرستيال د يادې پېښې د څرنګوالي څېړنې لپاره دغه ولايت ته سفر وکړي او په راتلونکي کې د دا ډول دردوونکو پېښو د تکرار د مخنيوي په موخه لازم تدابير ونيسي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې ولسمشر دغه راز د کانونو وزير ته لارښوونه کړې، چې د قربانيانو او ټپيانو له کورنيو سره د ځايي چارواکو په تفاهم بېړنۍ مرستې وکړي او د ټپيانو د درملنې په موخه دې هم اقدام وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن