Language

افغانستان او قزاقستان د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): افغانستان او قزاقستان په سوداګريزو او نورو برخو کې د همکاريو د پراختيا په موخه نن په کابل کې يو هوکړه ليک لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک د ترانزيټ، سوداګرۍ، تحصيل، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ستونزو د هوارۍ او د اسانتياوو د ډېروالي په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزير انوارالحق احدي او د قزاقستان د بېړنيو حالاتو د وزير ولاديمير باشکو له خوا لاسليک شو.

د قزاقستان ٣٠ کسيز پلاوى د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي-سوداګريزو همکاريو د بين الحکومتي کمېسيون په شپږمه کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره تېره ورځ کابل ته راغلى دى.

دغه غونډه د ياد هوکړه ليک په لاسليک سره نن پاى ته ورسېده.

د هوکړه ليک تر لاسليکولو وروسته ولاديمير باشکو وويل، چې هېواد يې د کانونو د استخراج په برخه کې هم لېوالتيا لري او دمګړۍ د افغانستان د کانونو په اړه شته معلومات مطالعه کوي.

باشکو په دې برخه کې د برېښنا او ترانسپورتي ستونزې يادې کړې، خو ويې ويل چې حل لارې ورته شته.

هغه وويل، افغانستان د سمنټو ښه بازار دى نو له همدې امله دلته د يوې فابريکې پر جوړولو هم غور کوي.

باشکو وايي، چې د قرغيزستان د غنمو حاصلات ډېر دي او کولى شي غنم او اوړه افغانستان ته صادر کړي.

قزاقستان افغانستان ته اوړه، غنم، اوسپنه او نفتي توکي صادروي او قزاقستان د افغانستان د وچو او تازه مېوو ښه بازار بلل کېږي.

د قزاقستان د بېړنيو حالاتو وزير يادونه وکړه، چې که افغان سوداګر له کسپين بحيرې د قرغيزستان له لارې خپل توکي افغانستان ته ولېږدوي، نو لګښت به پرې کم راشي.

ده وويل، چې د افغانستان- ترکمنستان او قزاقستان تر منځ د رېل پټلۍ د ترانزيټ په برخه کې اسانتيا ډېره کړې او دا لاره کولى شي له قرغيزستان څخه افغانستان ته د غنمو او اوړو په لېږد کې فعاله ونډه ولري.

مالدارۍ ته په اشارې باشکو وويل، چې د پسونو روزنه او د نسل اصلاح په برخه کې قزاقستان له افغانستان سره همکاري کوي.

دى وايي، چې په تحصيلي برخه کې به هم قزاقستان له افغانستان سره خپله همکاري ډېره کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال سلګونه افغان محصلين په دغه هېواد کې د طب او انجنيرۍ په برخه کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير له قزاقي چارواکو وغوښتل، چې افغان محصلينو ته د قزاقستان له خوا په ورکول کېدونکو تحصيلي بورسونو کې د ډېروالى راوستو تر څنګ، تر ډېره هغوى ته د ماسټرۍ زمينه برابره کړي.

دى وايي، چې اوسمهال ٧٠٠ افغان محصلين په قزاقستان کې په زده کړو بوخت دي.

هغه وويل، چې قزاقي پلاوى ورسره پر دې سلا شوى چې افغان سوداګرو ته د ويزې په صادرولو کې اسانتيا ډېره کړي.

احدي وويل، چې افغانستان به له قزاقستان څخه د نفتو واردات چې په دې وروستيو کې کم شوي، هم ډېر کړي ځکه چې د نورو هېوادونو په پرتله قرغيزستان په ارزانه بيه نفت پلوري.

 د احدي د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو تر منځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ٢٠٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

Related Topics