کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٢): د لوى اختر لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې د لمانځه په ادا کولو سره ولمانځل شوه.
د اختر لمونځ د کابل ښار او ټولو ولايتونو په جوماتونو او عيدګاوو کې د امن په فضا کې ترسره شو.
ولسمشر حامد کرزي هم د ملي شورا او کابيني له يو شمېر غړو سره د ارګ په جومات کې د لوى اختر لمونځ ادا کړ.
دغه راز د اختر لمونځ د ښارونو په لويو جوماتونو او کليو کې هم ادا شو.
ديني عالمانو د اختر د لمانځه د مراسمو پر مهال په هېواد کې د امنيت او ثبات راتلو لپاره دعاوې وکړې.
نن په عربي، اروپايي او امريکايي هېوادونو کې هم مسلمانان د اختر لومړۍ ورځ نمانځي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن