کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، ښايي نن له غرمې وروسته د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د کانديدانو مقدماتي نوملړ اعلان کړي.
د دغه کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخېل نن سهار (د تلې ٢٧مه) پژواک خبرى آژانس ته وويل، چې لا هم د دوى له خوا د کانديدانو د اسنادو ارزونه دوام لري.
امرخېل زياته کړه: “ډېر تفصيل زه نه شم درکولى، نن هم موږ پر دې موضوع باندې کار کوو، نو امکان د دې شته چې دا لېست بعد له ماسپښين څخه خپور شي.”
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، ٢٧ تنو ولسمشريزو او تر ٣٠٠٠ ډېرو کسانو د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه، نوم ليکنه کړې ده.
د کمېسيون له خوا د ټاکنيزو چارو د تنظيم د خپور شوي جدول له مخې ټاکل شوې نن (د تلې٢٧مه) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو مقدماتي لېست خپور شي.
دا چې د کانديدانو د اسنادو تر ارزونې وروسته څومره کسان د کانديدانو له لېست څخه ايستل کېږي، د ټاکنو کمېسيون چارواکي د اوس لپاره نه غواړي په دې اړه معلومات ورکړي.
د ټاکنو کمېسيون تر دې مهاله يواځې په رسمي توګه يواځې د يوه کانديد ردول تاييد کړي دي.
دل اغا کوهدامني ولسمشرۍ ته نوماند و، خو د ټاکنو کمېسيون وياند ويلي چې ده د سل زره ملاتړو د رايې ورکولو کارتونه نه وو پوره کړي چې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره عمده شرط دى.
د کانديدانو وروستى نوملړ به نږدې يوه مياشت وروسته د لړم په ٢٥مه اعلان شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن