Language

ډېر شکايتونه د کانديدانو د “جعلي” شهادتنامو په اړه دي

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې ډېر شکايتونه او اعتراضونه يې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د “جعلي” شهادتنامو په اړه ثبت کړي دي.

دوى وايي که اثبات شي چې د ولايتي شورا کانديد له جعلي شهادت نامې په ګټه اخيستو نوم ليکنه کړې ده، نوماندي به يې رد کړي او د جعل او تذوير په تور به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

د ټاکنو د قانون له مخې که څوک غواړي ولايتي شورا ته ځان کانديد کړي، بايد له دولسم ټولګي فارغ وي.

تېره ورځ د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په خپلو خبرو کې ټاکنيزو سياليو ته د نوم ليکنې په بهير کې د جعلي شهادتنامو د کارولو خبره کړې وه.

د کانديدانو د مقدماتي نوملړ تر خپرېدو دوه ورځې وړاندې (د تلې ٢٨ مه) د هرات د پوهنې رياست هم ويلي وو چې د ولايتي شورا ځينو کانديدانو د دولسم ټولګي جعلي شهادتنامې جوړې کړې دي.

د پوهنې د رييس په خبره، کانديدانو د دې موخې لپاره پيسې او زور کارولى دى.

د ټاکنيزو شکايتونود کميسيون مرستيالې ريدا عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کمېسيون ور رسېدلي شکايتونه او اعتراضونه نن په کټه ګوريو وېشي او سر له سبا يې په رسمي ډول ارزونه پيلوي.

د رسمي شمېرو له مخې نږدې ٥٠٠ کسانو په ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې خپل شکايتونه او اعتراضونه ثبت کړي دي، چې د عظيمي په وينا ډېر شمېر يې د کانديدانو د جعلي شهادتنامو په اړه دي.

عظيمي زياته کړه: “د سندونو د جعل موضوع په ځانګړې توګه د دوولسم ټولګې شهادتنامې، يوه جدي او د اندېښنې وړ خبره ده، دا خيانت او جفا ده چې يو کانديد په قانون کې ټاکل شوي شرايط د جعل او تذوير له لارې پوره کړي، دا هېچا ته د منلو نه ده. په دې اړه موږ ته ډېر زيات شکايتونه او اعتراضونه شوي دي.”

 عظيمي وويل، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون “ځانګړي ميکانيزمونه” په پام کې نيولي، ترڅو يې له مخې د جعلي اسنادو پر بنسټ ټاکنيزو سياليو ته کانديدانو د ورتګ مخه ونيسي. خو ميکانيزمونه يې محرم وبلل.

“د ميکانيز په اړه ځکه څه نشو ويلي، که هغوى پوه شي (جعل کاري کانديدان) ښايي ور ته لاره ولټوي.”

نوموړې زياته کړه چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون به جعل کار کانديدان نه يواځې له لست څخه ووباسي، بلکې عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې هم معرفي کړي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون مرستيالې وويل چې د کميسيون به د هغو کسانو هويت پټ وساتي چې د کانديدانو د اسنادو د جعل په اړه يې دوى ته معلومات ورکړي دي.

عظيمي زياته کړه:”څوک چې راځي شکايت کوي د ټولو هويت پټ ساتل شوى، قطعا موږ ددې کسانو هويت نه په ډاګه کوو، ددې لپاره چې هغوى د خونديتوب احساس وکړي. خو د چا په اړه چې شکايت شوى د وروستۍ پرېکړې پر وخت کې چې رسنۍ موجودې وي، ټول به يې وپېژني.”

تر دې وړاندې ددې کميسيون منشي او وياند نادر محسني ويلي وو، دوى د شکايت کوونکي او د هغه چا هويت چې شکايت پرې کېږي، په ډاګه کوي.

خو ددې کميسيون مرستيالې د محسني نظر شخصي وباله او ويې ويل چې د قانون له مخې په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو د بهير د روڼوالي لپاره د شکايت کوونکو هويت پټ ساتل شوى وو.

عظيمي زياته کړه:” تاسو د افغانستان پر حالت پوهېږي، که موږ د شکايت کوونکو هويت په ډاګه کړو، په همغه اندازه به مو د روڼوالي بهير ته زيان اړولى وي، خلک به له وېرې نه راځي، ښايي موږ به حقيقتونو ته ونه رسو.”

د هغې په خبره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون له دې ډلې تر ٣٥ دوسيې چې جدي نه وې په لومړيو کې څېړلي، خو د جدي شکايتونه څېړل سر له سبا په رسمي ډول پيلوي.

دى وايي چې کميسيون لومړى د ولسمشرۍ د کانديدانو او ورپسې د ولايتي شوراګانو اړوند شکايتونه څېړي.

 بل خوا نن د ولسمشرۍ رد شوي کانديدان وايي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون هر يوه ته هغه دلايل په ګوته کړي چې له مخې يې دوى د کانديدانو مقدماتي لست ته لاره نه ده موندلې.

داوود سلطان زوى چې د همدې کانديدانو له ډلې دى پژواک ته وويل چې دوى ترلاسه کړي لاملونه د بيا ارزونې په موخه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته سپارلي.

د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو ته ٢٧ کسانو نوم ليکنه کړې وه چې د ټاکنو خپلواک کميسيون يواځې ١٠ تنه د کانديدۍ په شرايطو برابر وبلل او د هغوى نومونه يې په مقدماتي لست کې شامل کړل.

حذف شويو کانديدانو پر دې پرېکړې نيوکه وکړه او له کميسيون يې وغوښتل ددوى د رد عوامل په ګوته کړي.

د ټاکنو کميسيون چارواکو ددې کسانو د حذف کېدو لامل دوه ګونى تابعيت او د سل زره ملاتړو کارتونو نه درلودل بللي او ويلي يې دي چې د ټولو کانديدانو اسناد يې په پوره شفافيت او بې طرفۍ ارزولي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون ويلي چې نوملړ نهايي نه دى او د کانديدانو د ډېرېدو يا کمېدو امکان شته.

 ټاکل شوې چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د شکايتونو تر ارزولو وروسته د روانې مياشتې په ٢٥ مه د کانديدانو نهايي نوملړ د ټاکنو کميسيون ته واستوي.

د کانديدانو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون پرېکړه وروستۍ ده.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦ مه تر سره کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.