کابل (پژواک ٨ لړم ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې په پېښه کې د وژل شوو له ورثه وو سره د ټيلېفون له لارې غمرازي وکړه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزي، چې اوسمهال په يوه رسمي سفر لندن ته تللى، پرون يې په اندړو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې په پېښه کې د وژل شوو له خپلوانو سره د ټيلېفون له لارې خبرې وکړې او خپله غمشريکي يې ورسره وښوده.
خبرپاڼه کاږي، ولسمشر په دې ټيلېفوني اړيکه کې په چاودنه کې د وژل شوو کسانو ارواح ته دعا وکړه او هيله يې وښوده، چې هېواد او ولس به نور د جګړې له بدبختۍ خلاص شي، په سوله او امن کې به ژوند وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، حامد کرزي د وژل شوو کسانو له کورنيو سره د مرستو ژمنه وکړه او هغوى ته يې د رسېدلي درد او غم له امله ډاډګېرنه وويله.
د لړم مياشتې په ٥مه د غزني د اندړو ولسوالۍ په صاحبخان کلي کې د ورا پر موټر د ماين چاودنې په ترڅ کې اتلس ښځې او ماشومان ووژل شول او ٥ مېرمنې ټپيانې شوې.
تېره ورځ د غزني والي او يو شمېر چارواکي اندړو ولسوالۍ ته تللي وو، په چاودنه کې د وژل شوو فاتحه يې وکړه او د ٥٠٠زره افغانۍ نغدي مرستې تر څنګ يې د نورو مرستو ژمنه هم ورکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن