پل علم (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د لوګر د المپيک چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې لوبو پرمختګ کړى او د لوبغاړو تر منځ همغږي زياته شوې ده.
د لوګر د المپيک امر وليد ستانکزي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
د ده په وينا، اوسمهال د بېلابېلو ورزشونو اتلس فدارسيونونه فعال شوي او د کليو او ولسواليو د لوبغاړو تر منځ يې پراخه همغږي پيدا کړې ده.
د ده په خبره، دوه د نجونو د واليبال لوبډلې هم لري، چې د مناسب ځاى د نشتوالى له امله د مرکز د نجونو په ښوونځي کې لوبې او تمرينونه کوي.
ستانکزى زياتوي، چې د هر فدراسيون لوبغاړو يې هم په ملي او هم د زون په کچه په سياليو کې برخه اخيستې ده.
ده زياته کړه، چې تېر کال د تکواندو دوو لوبغاړو په اسيايي سياليو کې دوه د سرو زرو مډالونه او دغه راز تېر کال په ايران کې د سوک وهنې دوو لوبغاړو د سپينو او برونزو مډالونه واخيستل.
دى زياتوي، چې د مرکز او ولسواليو د بېلابېلو ورزشونو شاوخوا ٦٠ لوبډلې ورسره راجستر دي، چې ډېرى يې د فوټبال او واليبال لوبډلې دي.
هغه وايي، د تېرو دوو کلونو په موده کې يې د لوګر د بېلابېلو سيمو د لوبغاړو تر منځ ورزشي سيالۍ په لاره اچولې دي، چې دغه کار د دوى تر منځ پېژندګلوي او همغږي زياته کړې ده.
د ستانکزې په خبره، په لوګر کې د يوه لوى جمنازيوم او سټيډيوم د جوړېدو کار روان دى، چې د يو کال په موده کې به يې کار بشپړ شي.
هغه زياتوي، جمنازيوم او سټيډيوم پر ١٩ جريبه ځمکه کې د يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چې نيمې پيسې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او نيمې نورې د المپيک رياست له پراختيايي بوديجې ورکړل شوې دي.
دى وايي، يو شمېر ستونزې هم لري، خو هڅه يې پيل کړې چې د لوبغاړو په مخکې پرتې ستونزې حل کړي، خو ځانګړې بوديجه نه لري، چې لوبغاړو ته اسانتياوې برابرې او مالي ستونزې يې هوارې کړي.
وليد ستانکزي د لوګر له ولايتي ادارې مننه وکړه، چې له دوى سره يې مرسته کړې په ځانګړي ډول د سټيډيم او جمنازيوم لپاره يې ځمکه ور کړې ده.
خو د لوګر ولايت لوبغاړي بيا وايي، ډېر امکانات په لاس کې نه لري خو راتلونکي ته هيله من دي.
د لوګر د کلنګار ولسوالۍ د واليبال لوبډلې مشر محمداسحق وايي، دوى اوسمهال د يوه ښوونځي په لوبغالي کې لوبي کوي او ځانګړى لوبغالى نه لري.
هغه زياته کړه، د پل علم د سټيډيم او جمنازيم په جوړېدو سره به د لوبغاړو لپاره د ځاى د نشت ستونزه حل شي.
د نوموړي په خبره، المپيک کمېټې تر خپله وسه د جامو او ورزشي توکو په برخه کې ورسره مرسته کړې ده.
تر دې مخکې د لوګر ځينو اوسېدونکو شکايت کړى و، چې د دغه ولايت ورزش او د لوبغاړو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن