ژبه

کابل ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، له تېرو ټاکنو څخه په زده کړې داځل هڅه کوي، چې د کيفيت او کميت له پلوه د سياسي قدرت د لېږد لپاره تاريخ جوړونکې ټاکنې ترسره کړي.

دغه څرګندونې د ټاکنو دخپلواک کمېسيون د دارلانشاء رييس ضياء الحق امرخېل د دغه کمېسيون د ٣٤ ولايتونو د ولايتي رييسانو په څلور ورځني ورکشاپ کې وکړې.

هغه د ټاکنو له يادو ولايتي رييسانو مننه وکړه ، چې د هېواد په حساسو،سختو امنيتي شرايطو او د زور واکانو په شتون  کې د ټاکنو د رهبريتوب  با مسووليته دنده پرمخ بيايي.

امرخېل له ولايتي مسوولينو غوښتنه وکړه ، چې د هېواد اړوندو قوانينو، ، ټاکنو قانون، په هېواد کې د سراسري او شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې  د کمېسيون له خوا نوي تصويب شويو لايحو او لارښودونو او همدارنګه له تېرو تجربو په ګټې اخيستنې  او شته فرصتونو څخه په ښې  استفادې  سره د راتلوونکو برخليک ټاکونکو ټاکنو په ترسره کېدو کې  هلې ځلې وکړي.

نوموړي زياته کړه : ((تېرو ټاکنو څخه په زده کړې داځل هڅه کوو ، چې د کيفيت او کميت له پلوه د سياسي قدرت د لېږد لپاره تاريخ جوړونکې ټاکنې ترسره کړو.))

د امر خېل په وينا، دا ټاکنې هغه مهال ترسره کېدای شي، چې حکومت ټاکنو ته امنيت خوندي کړي، سياسي ګوندونه، مدني ټولنه، کانديدان، رسنۍ ، کورني او بهرني څارونکي د ټاکنو د ترسره کېدو څخه  سمه څارنه وکړي او د افغانستان ولسونه په ټاکنو کې د پراخ ګډون ترڅنګ  د ټاکنو کارکوونکي مسلکي چلند وکړي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې  راتلوونکى ۲۰۱۴ کال د نظامي او سياسي قدرت د ليږد له امله مهم وباله او زياته يې کړه ، چې افغان امنيتي ځواکونه دبهرنيو ځواکونو له وتلو سره د هېواد د ساتنې مسووليت درنه دنده ترغاړې کېږي .

هغه زياته کړه ، چې افغان ولس په همدې کال کې د سياسي قدرت لېږد د ټاکنو له لارې تجربه کوي، چې بايد په دواړو برخو کې ملي مسووليتونه ښکېلې خواوې ترسره کړي.

د ياد کمېسيون له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د۳۴ ولايتي مسوولينو ته به  په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې  د تصويب شوو قوانينو سر بېره د کمېسيون له خوا نوو تصويب شوو طرزالعملونو او لارښودونو په اړه معلومات ورکړل شي او هم به د ولايتي مسوولينو له نظرياتو څخه په ګټې اخيستنې سره  دټاکنو پروړاندې دشته ننګونو د مخنوي په اړه بحث ترسره شي.