خوست (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): په خوست کې ديني عالمانو او قومي مشرانو له دولت او د ټاکنو د څار له نړيوالې ادارې (فيفا) څخه غوښتنه وکړه، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په موخه جدي هلې ځلې وکړي.
دغه غونډه ، چې د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا په دفتر کې جوړه شوې وه، ديني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او د مدني ټولنو يو شمېر غړو ګډون کړی و.
د افغانستان د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي غونډې ته په خپلو خبرو کې په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د احتمالي پراخې درغلۍ په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي وويل، که اوسنۍ امنيتي ستونزې همداسې دوام وکړي، ښايي راتلونکې ټاکنې په هغه اندازه رڼې نه وي، چې د خلکو غوښتنه ده.
غازي نواز تڼي دا هم وويل، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره ډاډه دى، چې افغان امنيتي ځواکونه به جدي امنيتي ستونزې په مخ کې ونه لري.
نوموړي وويل، اوس افغان امنيتي ځواکونه ډېر پياوړي شوي، په خپلو کې پوره همغږي لري او تر يوه بريده يې د ولس ملاتړ هم خپل کړی دی.
د دغه ولايت يوه بل قومي مشر احمدګل غونډې ته وويل، په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د نړيوالو ځواکونو له وتو سره بشپړ موافق دي او دا د دوی غوښتنه ده.
نوموړي وويل، که څه هم ځينې امنيتي ننګونې موجودې دي، خو په ټوليزه توګه افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او د نړيوالو ځواکونو تر وتو وروسته کولای شي، د ټول هېواد امنيتي چارې سره تنظيم کړي.
هغه د افغانستان له ټول ولسه غوښتنه وکړه، چې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي، چې افغان امنيتي ځواکونه له دې وروسته له نورو جدي ننګونو سره مخ شي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي هميم منګل وويل،چې دوى راتلونکو ټاکنو ته خوشبين دي، خو اندېښنه څرګندوي، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ يو ځل بيا تکرار نه شي.
هغه وويل، د خوست خلک به د ولسمشريزو ټاکنو له هغه کانديد څخه ملاتړ کوي، چې په واقعي ډول د خلکو لپاره خدمتونه ترسره کړي.
د افغانستان د قومونو پيوستون شورا د يادې غونډې په پای کې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدا او له افغان امنيتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ غوښتنه شوې ده.