فيض اباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د بدخشان ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې واورې ښويېدنې ١٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کوفاب ولسوال نادرشاه کوفي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه واوره ښويېدنه تېره شپه شاوخوا لس بجې د چشمه درې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سيمې لس اوسېدونکي د يوه حاجي له پوښتلو وروسته، چې تازه له حج څخه راغلى و، بېرته خپلو کورونو روان وو، چې په لاره کې له يادې پېښې سره مخ شول.
کوفي وويل، تر دې دمه د پنځو کسانو مړي موندل شوي او څلور نور ټپيان دي او يو بل نادرکه دى.
د بدخشان د والي وياند نويد فروتن وايي، د سيمې خلکو او پوليسو د مړو او ټپيانو په را ايستلو کې له پېښو سره د چمتووالي ادارې له کار کوونکو سره مرسته کړې ده.
فروتن وويل، د چشم درې کلى د کوفاب ولسوالۍ له لرې پرتو سيمو دى او په دغه کلي کې هر کال ډېرې واورې کېږي.
خو د بدخشان د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالواحد طيبي وويل، د کوفاب امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په ياده طبيعي پېښه کې شپږ تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي او د موندل شوو څلورو کسانو مړي به نن خاورو ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، په بدخشان کې سږ کال ژمۍ دا لومړنۍ واوره ښويېدنه ده، چې په پايله کې يې مرګ ژوبله رامنځته کېږي.
د ويلو ده، چې دوه کاله وړاندې هم د بدخشان په خواهان او راغستان ولسواليو کې د ښځو په ګډون ١٣ تنو د واورې ښويدو له امله ژوند له لاسه ورکړى وو او دغه راز ٢٠٠ حيوانات او څلور کورنه پکې له منځه تللي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP