ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو خپلواک کميسيون نمونوي راى پاڼې چاپ کړې دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون نمونوي راى پاڼې چاپ کړې دي

کابل (پژواک١٩سلواغه٩٢): د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو نمونوي راى پاڼې په بهر کې تر چاپ وروسته هېواد ته لېږدول شوې دي او ډېر ژر به خلکو ته د وېشلو په موخه ولايتونو ته ولېږدول.

دوى وايي، چې دا راى پاڼې به د ولسواليو او کليو په کچه د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مبلغينو له لارې د خلکو په واک کې ورکړل شي.

د دې کميسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نمونوي راى پاڼې به له رايه ورکوونکو سره مرسته وکړي، چې په اسانۍ سره د راى ورکونې پرمهال د خپلې خوښې کانديد پيدا کړي.

امرخېل زياته کړه: “دا هو به هو د راى پاڼې کاپي ده، اما نمونه يې ده، يعنې د همدې کانديدانو لست دى، عکسونه يې په کې چاپ شوي دي، د دوى انتخاباتي نشانونه په کې دي، ترڅو راى دهنده معلومات ولري چې د خپلې خوښې کانديد ته په څه شکل رايه ورکړي او نوم يې ټيک مارک (د صحيح نښان) کړي.”

امرخېل وويل چې نمونوي راى پاڼې په بهر کې تر چاپ وروسته، هېواد ته لېږدول شوې دي او دا مهال يې ولايتونو ته لېږد جريان لري.

امرخېل د دې راى پاڼو د شمېر په اړه کره معلومات نه درلودل، خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور وړاندې پژواک ته ويلي و، چې کميسيون غواړي د خلکو د پوهاوي لپاره ١،٣ ميليونه نمونوي راى پاڼې چاپ کړي.

امرخېل وويل، چې راى پاڼې به د ولسواليو او کليو په کچه د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مبلغينو له لارې خلکو ته ورکړل شي.

د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء مشر وويل، چې د مبلغينو د استخدام لړۍ بشپړه شوې ده او په څو ورځو کې به دا کسان خپل کارونه پيل کړي.

امرخېل زياته کړه: “څو ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون، ١٤٥٠ مبلغين په ټول افغانستان کې ګومارلي چې فعلا يې روزنه جريان لري، چې ډېر ژر به عملا کار پيل کړي؛ د دوى وظيفه دا ده چې له خلکو سره معلومات شريک کړي، د کميسيون چاپي مواد، د ولسواليو او کليو په سطحه خپور کړي، ترڅو د افغانستان خلک معلومات پيدا کړي.”

ده د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول خورا اړين وبلل او ويې ويل، چې په همدې موخه به په نږدې ورځو کې د لويو لارو ترڅنګ د پوهاوي بلبورډونه چې د کميسيون پيغامونه پرې ليکل شوي دي، نصب کړي.

ده وويل چې کميسيون په همدې موخه، په ولايتونو او ولسواليو کې د کنفرانسونو جوړولو اراده هم لري.

د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء مشر همداراز يادونه وکړه، چې د ولسمشرۍ پاتې درېيو کانديدانو هم د خپلو مبارزاتي لګښتونو په تړاو کميسيون د معلوماتو ورکولو په موخه د خپل بانکي حساب په اړه اړين معلومات ورکړي دي.

د ټاکنو کميسيون وړاندې ويلي و، که هر يو پاتې کانديد دوى ته خپل بانکي حساب مشخص نه کړي، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته به يې معرفي کړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور پژواک ته وويل، چې د ټاکنو د لايحې له مخې د ولسمشرۍ هر کانديد اړ دى، دوى يو مالي استازى معرفي کړي او په هرو ١٥ ورځو کې د خپل کمپاين د لګښتونو په اړه کميسيون ته راپور ورکړي.

نور وويل: “موږ يو ميکانيز ورته ايجاد کړى دى، چې په ١٥، ١٥ ورځو کې دوى (کانديدان) بايد موږ ته د خپلو مصارفو او دا چې څومره پيسې يې له کوم ځاى څخه ترلاسه کړي او چېرته يې مصرف کړې دي، د هغې جزئيات موږ سره شريک کړي. موږ ته دوى مالي استازى معرفي کوي او د همدې نماينده له لارې موږ ته ټول موضوعات تشريح کوي.”

کميسيون وړاندې اعلان کړی، چې د وضع شويو قوانينو او اصولو د تطبيق په برخه کې به جدي عمل کوي.

د ټاکنو په برخه کې فعالې ادارې هم د انتخاباتي کمپاين پرمهال د کانديدانو پر بانکي حسابونو څار د دغه بهير د روڼوالي لپاره مهم بولي.

د قانون له مخې، هيڅ کانديد حق نه لري، چې تر لس ميليونو افغانيو ډېرې پيسې په خپلو کمپاينونو کې مصرف کړي.

کانديدانو د روانې سلواغې مياشتې په ١٣مه خپل کمپاين کړ، چې دوه مياشتې به دوام ولري.

د افغانستان ولسمشرۍ ته ١١ کسانو او ولايتي شوراګانو ته تر ٢٧٠٠ ډېرو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.