ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له بګرام څخه د ٦٥ زندانيانو د پرېښودو پرېکړه د نافذه قوانينو له مخې شوې”

“له بګرام څخه د ٦٥ زندانيانو د پرېښودو پرېکړه د نافذه قوانينو له مخې شوې”

author avatar
12 Feb 2014 - 18:49
“له بګرام څخه د ٦٥ زندانيانو د پرېښودو پرېکړه د نافذه قوانينو له مخې شوې”
author avatar
12 Feb 2014 - 18:49

 کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): لويې څارنوالۍ،د بګرام له زندان څخه د ٦٥ زندانيانو د پرېښودو په اړه نيوکې بې بنسټه بللې او وايي، چې د دغو کسانو د پرېښودو امر يې د شواهدو او سندونو د نه شتون له مخې، صادر کړى دى.

 د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي، چې نن ( د سلواغې ٢٣ مه) په خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، چې د دغو کسانو د پرېښودو پرېکړه د دغې ادارې له لوري د هېواد د نافذه  قانون له مخې تر سره شوې ده.

 د عزيزي د معلوماتو له مخې، د لويې څارنوالۍ ګومارل شوي پلاوي، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې له لوري ورته ٨٨   رالېږل شوې دوسيې، په هر اړخيز ډول څېړلي او په پايله کې يې ٦٥ دوسيې له کومو سندونو او شواهدو پرته بللې دي.

 سرچينې زياته کړه، چې دغې ادارې د ګومارل شوي پلاوي د څېړنو او د جزايي اجراتو د نهه دېرشمې مادې له مخې، ٦٥ دوسيو ته د پاى ټکى ايښى دى.

نوموړي وويل، چې دغه اداره خپلواکه ده، په خپلو کارونو کې د چا لاسوهنه نه مني او هر ډول لاسوهنه د افغانستان قانون ته بې احترامي بولي.

عزيزي وويل: ” د چا د خپګان لپاره بې ګناه کسان نه شو زنداني کولى او دغه اداره د قانون له مخې عمل کوي او د هيچاه خبرې ته هم غوږ نه ږدي.”

 د لويې څارنوالۍ وياند وويل، چې په پاتې نورو ٢٣ دوسيو باندې د لويې څارنوالۍ پلاوي څېړنې روانې دي او د قانون له مخې به د هغوى پر دوسيو هم کار وکړي، د شواهدو او سندونو د نه شتون پر مهال به د دغو کسانو د پرېښودو امر هم صادر کړي.

 له بلې خوا په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه، د افغانستان حکومت د بګرام ٦٥ زندانيانو د پرېښودو پرېکړه غندي او هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د شوي هوکړه ليک خلاف بولي.

 د دغو ځواکونو له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: ” موږ ډېر ځلې په څرګند ډول ويلي، چې دغه کسان دې د افغانستان د قانون په چوکاټ کې له قانوني چلند سره مخ شي، د هغوى قضيې دې په دقيق ډول وڅېړل شي، خو د دغو کسانو پر وړاندې شته شواهد په کلکه ونه څېړل شول.”

دا په داسې حال کې ده، چې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې د څېړنو له مخې، د روان کال د مرغومي په ٩ مه نېټه د بګرام زندان ٦٥٠ زندانيان بې ګناه اعلان کړل او بيا يې له زندانه خوشې کړل.

د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په وينا، دې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړل، چې تر مرغومي مياشتې يې له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ زندانيان بې ګناه وپېژندل شول او ازاد شول.

نوموړي ويلي وو، چې دغه زندانيان له کومو شواهدو او اسنادو پرته او ځينې يې تر دې پورې، چې له خپل جرمه خبر شي، د بهرنيو ځواکونو له لوري په بګرام زندان کې زنداني شوي وو.

 د بګرام زندان دوسيو ته د لاسرسي کمېټې دغه غړي ويلي: “په ترسره شوو څېړنو کې څرګنده شوه، چې دغه کسان د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف په زندان کې اچول شوي او له دوى څخه د ترلاسه شوو څېړنو اسناد ښيي، چې په هغو کې د دوى ګوتې او لاسليکونه هم نشته.”

 ولسمشر کرزي د روان کال د وري په ١٧مه د يوه فرمان په ترڅ کې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي.

 په بګرام زندان کې، چې په پروان ولايت کې شتون لري، بنديان د ترهګريزو فعاليتونو په شک او تور په کې ساتل کېږي.

 د بګرام زندان مسووليت، د روان کال د وري په ٥ مه له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو نيول او په دغه زندان کې د هغوى ساتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجو لامل شوي وو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.