ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دين محمد په مشرۍ اسلامي ګوند د اشرف غني ملاتړ وکړ

author avatar
17 Feb 2014 - 17:57
author avatar
17 Feb 2014 - 17:57

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): د عزيزالله دين محمد په مشرۍ د اسلامي ګوند زرګونو تنو ولسمشريزو ټاکنو ته له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

د ولسمشرۍ لپاره ١١ کانديدانو د سلواغې په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې پر مهال يې بېلابېلو ګوندونو او ټولنو له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

حاجي دين محمد چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي د کمپاين د دفتر مشر و، نن په هغې غونډه کې چې له اشرف غني د ملاتړ په موخه په کابل کې جوړه شوې وه وويل، چې اشرف غني يواځېنى کانديد دى چې کولاى شي د افغانستان روانو ستونزو او ناخوالو ته د پاى ټکى کېږدي.

 حاجي دين محمد، ډاکټر اشرف غني ته وړانديز وکړ چې د سولې د ټينګښت، اسلامي نظام د جوړښت، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې، د ملي يووالي د ټينګښت لپاره کار وکړي.

ده وويل: “ټول بايد په ګډه کور په کور، دفتر پر دفتر، دېره پر دېره د اشرف غني لپاره کمپاين وکړو او خلکو ته ووايو چې اشرف غني ته رايه ورکړي.”

دغه راز دى وايي، چې د ټاکنو د روڼتيا لپاره بايد هڅې وشي او د ګډوډۍ مخه يې ونيول شي.

حاجي دين محمد وويل، چې دين او سياست بايد سره بېل نه شي او د دې لپاره بايد ديني علماوو او قومي مشرانو ته په دولت کې ونډه ورکړل شي.

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، له حاجي دين محمد او د ياد ګوند جهادي قوماندانانو او ديني عالمانو څخه مننه وکړه چې له ده څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

دغه ګوند د جهاد پر مهال د مولوي محمديونس خالص تر مشرۍ لاندې فعاليت کاوه.

اشرف غني احمدزي وويل، چې دين او سياست بايد سره بېل نه شي او که بريالى شو د مدرسې، منبر، ښوونځي او ارګ تر منځ واټن به له منځه يوسي.

دى وايي، چې اسلامي ارزښتونو، ملي حاکميت، د فساد له منځه وړو، د سولې او امنيت ټينګښت او د کډوالو د ستونزو لرې کولو ته به پوره پاملرنه وکړي او ښځو ته به له اسلامي اصولو سره سم حقوق ورکړي.

هغه زياته کړه: “له خپل ولس سره لېونۍ مينه لرم… د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو يم، له ويني مې ورته تېر يم… لاس مې له فساد نه پاک دى، فاروقي طريقه د بيت المال غواړم.”

دى زياتوي، چې که ولسمشر شو، له وسله والو مخالفينو سره به په جومات کې د سولې خبرې وکړي او په يوه ورځ به د جوماتونو له لارې د سولې غږ اوچت کړي.

دى وايي، پلان لري چې د هېواد په هر زون کې يوه ستره ديني مدرسه جوړه کړي، تر څو افغانان اړ نه شي چې د ديني زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

ده وويل، چې د ولسمشرۍ نور کانديدان دې ورسره خبرې وکړي او که قناعت يې ورکړ، دى به د هغوى لاره ومني او که ده قناعت ورکړ نو هغوى دې د ده تګلاره ومني.

ده وويل، چې ولسمشر حامد کرزي ته بايد درناوى وشي، ځکه چې هغه له اساسي قانون سره سم په هېواد کې ټاکنو ته زمينه برابره کړې ده.

اشرف غني احمدزي دا هم وويل، چې هر څوک که د ټاکنو له لارې د افغانستان ولسمشر شي، ټول يې بايد احترام وکړي.

دى زياتوي: “هر څوک چې د خپلو مشرانو عزت ونه کړي، خپله بې عزته کېږي.”

تر دې دمه د  على احمد جلالى په مشرۍ دفکر اوعمل جرګى ،دسيد منصور نادرى په مشرى دملى پيوندګوند اود افغانستان داسماعيليان شورا ،دموسى هوتک په مشرۍ حرکت اسلامي، محاذ ملي اسلامي، جبهه نجات، حق او عدالت، د احدي په مشرۍ افغان ملت ګوند له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړى دى.

ځينو ګوندونو د ولسمشرۍ له نورو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.