کابل (پژواک،٢٩سلواغه٩٢): د ملي امنيت لوى رياست وايي ، چې په کابل کې ښار کې يې د موټرو د نمبر پلېټونو دوه حرفوي غله نيولي او همداراز يې په خاک جبار ولسوالۍ کې د سکر٤٠ ډوله، څلور توغندي کشف کړي دي.
د ملي امنيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نمبر پلېټونو غله د ملي امنيت د منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي ، چې دواړه د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ د ده نو کلي اوسېدونکي دي.
ملي امنيت د يوه نوم پوپل او د بل نوم زلمى ښودلى، دواړه په داسې حال کې نيول شوي ، چې د شپې له خوا په کابل ښار کې د وسايطو د نمبر پلېټونو پر غلا بوخت وو.
ملي امنيت وايي ، دې غلو په کوڅو کې د درول شويو موټرو د پلېټونو تر خلاصولو وروسته د خپل ټېلېفون شمېره پر موټر پرېښوده، ترڅو مالک يې له دوى سره تماس ونيسي او د خپل موټر د نمبر پلېټ په بدل کې غوښتل شوې پيسې پاکستان ته حواله کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملي امنيت له نيول شويو کسانو څخه د ۱۹موټرو غلا شوي نمبر پليټونه هم ترلاسه کړي دي.
همداراز د ملي امنيت منسوبينو د بل اقدام په لړ کې د (سکر۴۰) ډوله ٤ فيره توغندي کشف کړي ، چې پر کابل ښار د توغولو په نيت د خاکجبار ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې ځای پرځای شوي وو.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن