چاريکار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د سالنګ لويه لاره د سختو بادونو او واورو له امله له نن مازيګر راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
دغه لار، چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.
د پروان ولايت د سالنګ ولسوال محمد صابر، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن (د سلواغې ٣٠مه) مازيګر څلور بجو راهيسې د سالنګ دواړو (سوېلي او شمالي) خواوو ته د سختو بادونو او واورو له امله، ياده لاره د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې له لوري تړل شوې ده.
ده زياته کړه، دا کار يې د مسافرينو د خونديتوب په موخه کړى او ترڅو چې بادونه او واوره کمه شوې نه وي، ياده لاره به د ترافيکو پرمخ تړلې وي.
د جبل السراج د ترافيکو مدير محمد نعيم وايي، چې د سالنګ لار د بندښت له امله يې د دې ولسوالۍ په تاجيکانو سيمه کې واړه او غټ موټر درولي دي.
د بريالي په نوم يو مسافر چې له کابله د مزارشريف په لور روان و، پژواک ته وويل، چې د مازيګر له څلورو بجو راهيسې د تاجيکانو په سيمه کې ټول مسافرين ولاړ دي.
هغه وايي: “مجبوره يو چې شپه په کوم هوټل کې تېره کړو.”
هر کال ژمى په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله ناکله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي؛ د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل، چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.