جلال اباد ، خوست (پژواک ٦ کب٩٢): په لغمان او خوست ولايتونو کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاين د ولايتي دفترونو د پرانيستلو پر مهال زرګونو تنود هغه د ملاتړ اعلان وکړ.
د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښارکې د يوې غونډې په ترڅ کې ، چې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو،ځوانانو،ښځو او د نورو قشرونو خلکو برخه لرله له احمدزي څخه ملاتړ وکړ.
په لغمان کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني د کمپاين ولايتي مسوول حاجي نورمحمد د غونډې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، د لغمان ولسونه وياړي ،چې نن په داوطلبانه ډول په راتلونکو ټاکنو کې د نړۍ د دويم مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.
حاجي نورمحمد وايي، اشرف غني يې ځکه ټاکلى ، چې نوموړى د خپلې پوهې او وړتيا له مخې په نړۍ کې د دويم ستر مفکر په لقب وياړل شوى او د افغانانو لپاره يو ښه رييس جمهور جوړېدلى شي.
د قومي مشرانو په استازيتوب قاضي ننګيالي وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزى هغه څوک دى ، چې د هېواد په جګړو کې ښکيل نه دى.
نوموړى وايي: (( نه فاسد دى او نه هم خونکار، پاک سپيڅلى او عالم سړى دى.))
ده ډاکټراشرف غني نړيوال مفکر وباله او ويې ويل، د هغه د بدلون او دوام ټيم کولای شي له ښو طرحو سره افغانستان په يوه حساسه مرحله کې له ستونزو وژغوري او د پرمختګ خوا ته يې بوځي.
د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد پوهندوى لعل پاچا ازمون د ډاکتر اشرف غني په استازيتوب د لغمان له ولسونو مننه وکړه،چې په داوطلب ډول يې له ډاکټرغني څخه خپل ملاتړاعلان کړ.
ازمون زياته کړه:((ډاکتر غني د مسووليتونو د لېږد د بهير د مشرۍ پر وخت د ټولو ولايتونو ستونزې له نږدې څخه ليدلې دي.))
د يوه بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې هم نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين د ولايتي دفتر د پرانيستلو پر مهال زرګونو تنو د هغه د ملاتړ اعلان وکړ.
په دغه غونډه کې ، چې د خوست په سپورټي لوبغالي کې جوړه شوې وه، د ډاکټر اشرف غني د کمپاين د ولايتونو مسوول حاجي ظاهر قدير، مرکزي مشرانو حليم فدايي او ګلاب منګل، د خوست له بېلابېلو سيمو څخه راغليو قومي مشرانو، ځوانانو ، علماوو او سپين ږيرو ، چې شمېره يې تر شپږو زرو زياته وه، ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو په دې خوښي وښوده، چې د لومړي ځل د ټولټاکنو له لارې د واک لېږد په سوله ييز ډول ترسره کيږي او خلک په خپله خوښه د نظر وړ کانديد ته رايه ورکوي.
په خوست کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز دفتر مشر او د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون رييس همايون همايون وويل ، چې افغانانو اوسمهال دا سياسي درايت او بصيرت پيدا کړی، چې خپل خدمتګاران او هغه څوک چې له واک او قدرته بې ځايه ګټه پورته کوي پېژني .
د هغه په وينا، ولس به هغه چاته د باور رايه ورکوي، چې خلکو او هېواد ته وفاداره او د دې لوی مسووليت څخه د وتلو وړتيا او اهليت ولري.
د خوست يوتن قومي مشر حيدرګل منګل په خپلو خبرو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکي زعامت او مشرۍ لپاره غوره کانديد وباله.
هغه زياته کړه : ((واقعيت دا دی، چې اشرف غني د اوسني وخت يو اهل شخصيت دی، موږ د ده اهليت تائيدوو او د ده د اهليت په رڼا کې ده ته رايه ورکوو.))
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين عمومي رييس او د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير د خوست خلکو ته بلنه ورکړه، چې د ټولټاکنو تر ورځې دوی سره په ټاکنيز کمپاين او وروسته په رايه اچونه کې مرسته وکړي .
د هغه په وينا، که چېرې دوى بريالي شي، نو د خوست د خلکو غوښتنې عملي کړي.