Language

کابل کې د پټرول تېلو او ګاز بيې لوړې شوې دي

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٢): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول تېلو،  اوبلن ګاز او شين چاى بيې لوړې ختلې، خو د عربي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه ٦٠ افغانۍ، خو پټرول تېل له ٥٦ افغانۍ څخه ٥٨ افغانيو ته لوړ شوي دي.

نوموړي وويل، چې په کابل کې د تېلو بيې د وارداتو له زياتوالي او کموالي سره تړلې دي.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته کې يو ګاز پلورونکى محمدشريف وايي، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٤٨ افغانۍ څخه ٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، د ګازو بيې د کمو وارداتو له امله لوړې شوې دي.

په خوراکي توکو کې يوازې شين چاى لوړ شوى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو کيلو شين ويتنامي چاى بيه له ١٧٠ څخه ١٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په شان د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٥٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٣٨٠ افغانۍ او د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوارکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو برخو کې ډېر او په ځينو کې کم تفاوت لري.

د کابل په کارتې سې که يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن پنځوس کيلو ګرامه بوره په ١٧٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٣٨٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکتسانۍ سېله وريجې ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلوري.

د عربي سرو زرو بيې رالوېدلې دي.

د کابل د مريم لېسې بازار د سرزو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٠٠ افغانۍ څخه ٢١٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې، خو د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه د تېرې اونۍ په څېر ١٨٠٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى د يوه صراف حاجي عبدالرحيم د معلوماتو له مخې، نن د يوه ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٥٠ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٥٤ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٤٢ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٤٠ افغانۍ و.

Related Topics