ژبه

کريمي : پاکستان د ډيورنډ کرښې سره ناقانونه لارې کنټرولوي

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٣) : د ملي دفاع وزارت وايي ، چې له پاکستان سره يې خبرې کړي ترڅو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې خپل امنيتي څار پياوړى او وسله والو مخالفينو ته اجازه ور نه کړي ، چې د ټاکنو په ورځ د افغانستان لور ته را واوړي .

 د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شېرمحمد کريمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې د ټاکنو پر مهال د وسله والو مخالفينو ګواښونه ناکام دي او امنيتي ځواکونو سل په سله د ټاکنو امنيت ټينګ کړى دى .

 ده وويل ، هغه افغان مهاجرين چې د رايې لپاره هېواد ته راځي بايد چې د رايې کارتونه او نور کره اسناد له ځان سره ولري او بيا ورته د راتلو اجازه ورکړل شي .

 هغه زياته کړه ، چې دغه امنيتي تدابير يې له پوليسو ، ملي اردو او امنيت ملي سره په ګډه نيولي دي .

 لوى درستيز د ناټو له ځواکونو څخه هم مننه وکړه ، چې د ټاکنو د توکو په لېږد کې يې له دوى سره همکاري کړې او د اړتيا پرمهال به ترې نوره مرسته هم وغواړي .

ده وويل ، چې د هېواد په پولو کې يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي ، ترڅو د دولت وسله وال مخالفين ونه شي کولى ، چې هېواد ته را داخل شي او په دې اړه يې له پاکستان سره خبرې کړي ، چې له ډيورنډ کرښې سره ناقانونه لارې وتړي.

 ده وويل چې پاکستان ژمنه کړې چې د ډيورنډ پر کرښه به خپل څار زيات کړي .

 هغه زياته کړه چې د پاکستان د ژمنې ترڅنګ د افغانستان هوايي ځواک هم دغه پوله څاري  .