کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې په خوست او غزني ولايتونو کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي.
ددغه وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې تر غرمې وروسته د غزني په واغز ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
د سرچينې په وينا، دغه بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې دپوليسو له خوا پېژندل شوى او بيا يې وژلى دى.
د کورنيو چارو وزارت دغه راز وايي، چې يوه بل ځانمرګي بريدګر تر غرمې مخکې په لسو بجو غوښتل ، چې په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د رايو پر يوه مرکز بريد وکړ، خو د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته وژل شوى دى.
د ځاځي ميدان امنيه قوماندان مل پاسوال عزيزالله پژواک اژانس ته وويل، ځانمرګي غوښتل، چې د رايې اچونې مرکز ته ننوځي، خو پوليسو مرکز ته تر رسېدو مخکې ودراوه، چې په دې وخت کې يې ځانته چاودنه ورکړه.
هغه زياته ، چې په پېښه کې يواځې ځانمرګى وژل شوی او نور چا ته زيان نه دی اوښتی.
همدارنګه ګڼ شمېر توغندي پر ځاځي ميدان ولسوالۍ ويشتل شوي، خو ځاني او مالي زيان نلري.
د يوه بل خبر له مخې، د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې يو قومي مشر د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.
د ارغنداب ولسوال حاجي مومند پژواک ته وويل ، چې د غرمې په يوې بجې د ولسوالۍ د انګورک په سيمه کې وسله والو د رايو پر مرکز بريد وکړ، چې له امله يې ياد قومي مشر ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن