کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٣): ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ د افغانستان د ټاکنو له څارونکو ډلو غوښتي، چې د ټاکنيزو شکايتونو له لوري د خلکو شکايتونو او د رايو د شمېرنې له پروسې په سمه توګه څارنه وکړي.
ياد انسټيټيوټ يو پېژندل شوى نړيوال بنسټ دى، چې د خپلو څارونکو له خوا يې د افغانستان ټاکنې تر پوښښ لاندې نيولې او نن يې په خپله لومړنۍ بيانيه کې ويلي، چې ډېرې کمې رايې هم د ټاکنو پر پايلو اغېز پرېښوداى شي.
ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ وايي، چې دوى به خپلې وروستۍ پايلې د افغانستان په ټاکنو کې د اړوند بنسټونو د کار له پاى ته رسېدو وروسته وړاندې کړي.
ياد بنسټ په خپله بيانيه کې، د افغانستان د ټاکنو پروسې په برياليتوب سره د بشپړېدو لپاره هم ځيني وړانديزونه کړي او غوښتنه يې کړې، چې څارونکو ته دې د ټاکنو له ورځې وروسته د ازاد څار لپاره زمينه برابره شي.
انسټيټيوټ وايي، چې د رايې له شمېرنې په ازاد ډول څارنه او د خلکو شکايتونو ته لاسرسى، د ټاکنو د اړوند بنسټونو په پرتله د خلکو د ډېر باور لالم ګرځي.
د رايې ورکونې مرکزونو د امنيت ټينګښت او د هغو مرکزونو د پرانسيتې هڅه، چې د ټاکنو په ورځ تړل شوي وو، د دغه انسټيټيوټ له نورو وړانديزونو څخه دي، چې دويم رونډ ته ټاکنو د تلو پر مهال يې بايد د افغانستان امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګولو کې هڅه وکړي.
ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ همدرانګه په ټاکنو کې د افغانانو د پراخ ګډون ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې دوى د وسله والو د ګواښونو پر وړاندې ودرېدل او په ټاکنو کې يې په خپل پراخ ګډون سره د ډيموکراسۍ پر لور يو تاريخي ګام پورته کړ.
په دې بيانيه کې راغلي: “رايه ورکوونکو په ټول هېواد کې خپله اراده څرګنده کړه، چې دوى خپلې ډيموکراټيکې لړۍ ته د برياليتوب د رسېدو غوښتونکي دي.”
د دغه انسټيټويټ ١٠١ څارونکو د هېواد د ٢٦ ولايتونو په کچه له ټولټال ٣٢٧ مرکزونو څخه څارنه کړې او له دې پرته د ټاکنو د کانديدانو شاوخوا ٤٦ استازو هم په دې برخه کې له دوى سره مرسته کړې ده.
ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ، د پنځو اونيو په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو لړۍ له نږدې وڅېړله او دغه بنسټ خپل ټول څارونکي، د نوي کال په شپه د طالبانو له لوري پر سرينا هوټل تر بريد وروسته له افغانستان څخه و ايستل.
په دغه بريد کې، د لويس ماريا دوراته (Luis Maria Duarte) په نوم د ياد بنسټ يوه څارونکې له نورو ٨ تنو سره يو ځاى ووژل شوه.
ياد بنسټ زياتوي، چې د افغانستان په سږنيو ټاکنو کې د ٢٠٠٩ زېږديز کال ټاکنو په پرتله د څارونکو شمېر درى چنده و او د ټاکنو پنځو بنسټونو د افغانستان ٣٤ ولايتونو ته له لسو زره څخه زيات څارونکي لېږلي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن