Language

د اليشنګ سيند اوبه مهترلام ښار او زرګونو کورونو ته ګواښ دي

جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د لغمان مرکز مهترلام ښار په ګډون زرګونه کورنۍ او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو لاندې کېدو له ګواښ سره مخ ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې د اليشنګ سيند اوبه ورځ تر بلې په زياتېدو دي ، چې تر دې مهاله يې شل جريبه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د سيند اوبه ورځ تر بلې زياتيږي او که چېرې نورې ډېرې شي، نو ښايي يو لوى بحران رامنځته شي.

ځواک وايي، چې که د سيند اوبه زياتې شي، نو د مهترلام ښار په ګډون شاوخوا شل زره کورنۍ به تر اوبو لاندې شي.

ده وويل، چې له پنځوس زره جريبو ډېره کرنيزه ځمکه هم تر جدي ګواښ لاندې ده.

ده زياته کړه، د تومان بند د خرابوالي له امله چې د مرکز اړوند د اليشنګ په کلي کې موقعيت لري د مهترلام ښار په ګډون دا مهال ١٩ لوى کلي  موسی خېل، نولام، چندلام، علي خېل، مريم، تاجګړي، مسکورې، قوال خېل، نانکزيي، ګل کاري، ګمين، سنګ توده، تيرګړي، خاله خېل، کوټه تور، کتب زايي، پشه يي، ده ملخ او مريم کوړه، د اوبو له خطر سره مخ کړي دي.

د هغه په وينا، که چېرې د نوموړي بند د جوړېدو او د اوبو د مسير د تغيير پر وړاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره سم لاسي اقدام ونه کړي نو لغمان به د لوى ناورين سره مخ شي.

ځواک وايي: ((اوس مهاله د لغمان ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې، ټولګټو، د کليو پراختيا او يو شمېر نور رياستونه د توماند بند پر جوړېدو لګيا دي خو کار د دوى له توانه وتى دى.))

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زوفنون ساپۍ څو اونۍ وړاندې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د دغه بند په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

نوموړې ويل که چېرې د توماند بند جوړ نه شي نو په لغمان کې به لوى ناورين رامنځته شي.

هغې يو ځل بيا پر مرکزي ادارې غږ وکړ چې لغمان دې له ناورينه خلاص کړي او د ياد بند د جوړېدو چارې دې چټکې کړي.

د يادولو ده چې د ۱۳۸۹ کال راهيسې د اليشنګ سيند د خپل مسير په اوږدو کې د عمرزيو لور ته تر دې دمه څلور لوی کلي (بيله مذکوره، بيله سنګکش، بيله ډيوه او بيله موسی خيل) په بشپړه توګه له منځه وړي او يو شمېر نور کلي دا مهال له جدي ګواښ سره مخ دي، چې د دې ستونزې د دايمي حل لپاره د تنګي دولت شاه او وطن ګټو د بندونو جوړېدل يو اړين کار دی کوم چې د لغمان د ولسونو او ولايتي ادارې له لومړيتوبونو شمېرل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.