جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د نورستان په مرکز پارون کې په لومړي ځل د لس کيلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې.
د نورستان د والي وياند محمدظاهر بهاند د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فوايد عامې وزارت له انکشافي بوديجې د نورستان د مرکز پارون پر داخلي سړکونو چې اوږدوالى يې شاوخوا لس کيلومتره دى، جغل اچول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې پر ياد سړک به شاوخوا ٩٩ ميليونه افغانۍ لګښت راشي چې د فوايد عامې وزارت له انکشافي بوديجې ورکول کېږي.
د بهاند په خبره، چې د ياد سړک د رغولو چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې او سړک به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د والي وياند زياتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د کليو پراختيا وزارت له لوري شل نورې پروژې هم په لاره واچول شي.
د ده په خبره، چې په نورستان ولايت کې دغه لومړى ځل دى چې د پارون ښار په داخل کې سړکونه جوړېږي.
بهاند وايي: ((په نږدې وخت کې نورې پروژې هم په پام کې لرو، ډېر ژر به هغه هم پلې شي.))
د والي وياند وويل چې په نوو پروژو کې له چتراس څخه تر امشوز پورې ١٥ کيلومتره سړک، له ارچنو پول څخه تر پونس پورې شپږنيم کيلومتره سړک او له کامګل خوړ څخه تر کامګل قريي پورې پنځه نيم کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيلوي.
ياده دې وي، نورستان يو له هغو غرنيو ولايتونو دى چې چارواکي يې ډېرى وخت د سړکونو له خرابوالي شکايت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP