لښکرګاه-جلال اباد (پژواک ٥ غبرګولى ۹۳): په هلمند او ننګرهار ولايتونو کې د ځينو عملياتو په تر څ کې ١١ وسله وال وژل شوي او د وسلو يوه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ۵مه پژواک ته وويل، تېره شپه نهه بجې د موسى کلا په “شادانوکنډو” سيمه کې ايساف ځواکونو پر وسله والو هوايي بريد کړى دى.
د ده په وينا، چې وسله وال طالبان تېره شپه په همدې سيمه کې راټول شوي وو او غوښتل يې پر افغان امنيتي ځواکونو د بريدونو پلان جوړ کړي.
ځواک زياته کړه، د دغه پلان په اړه له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته او د افغان سرتېرو په همغږۍ، ايساف پر يادو وسله والو بريد وکړ، چې په کې ١١ تنه وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي ، خو د دې ډلې وياند قاري يوسف وايي، په تېرو دوو ورځو کې يې په ګرشک ولسوالۍ کې پنځه افغان سرتېري وژلي دي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، چې په جلال اباد ښار کې يې د وسلو او مهماتو يو لوى ډيپو کشف کړى.
مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غبرګولي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کشفي او امنيتي موظفينو دغه ډيپو د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د “مجبور اباد” په سيمه کې کشف کړى دى.
قوماندان زياته کړه: ((لسګونه د راکټ مرمۍ، لسګونه بېلابېل ماينونه، زرګونه فيره د پيکا او دهشکې مرمۍ او داسې نور مو نيولي دي.))
د شېرزاد په خبره، چې تر دې مهاله يې د دغه ډيپو په تړاو څوک نه دي نيولي.
دى وايي، چې همدا اوس د پچيراګام په ولسوالۍ کې هم د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي، چې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن