واشنګټن ( پژواک، ٧ غبرګولى ٩٣ ) : د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پاى پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي او دوى د افغانستان پر خپلواکۍ باور لري.
بارک اوباما دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په وخت شاوخوا دوولس بجې په سپينې ماڼۍ کې د افغانستان په اړه ديوې غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې که نوى افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک کړي، نو امريکا به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي، چې افغان ملي ځواکونو ته د روزنې ترڅنګ به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هم برخه ولري.
دى وايي، چې دواړو افغان مخکښو کانديدانو ژمنه کړې، چې د برياليتوب په صورت کې به له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي.
خو اوباما وويل، چې ددغو پاتې کېدونکو سرتېرو نيمايي به د ٢٠١٥ زېږديز کال تر پايه او پاتې نور به يې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي .
دى وايي، چې تر هغه وروسته به يواځې شاوخوا زرتنه سرتېري په افغانستان کې پاتې وي، چې د امريکا د سفارت د امنيت دنده به پر غاړه ولري.
د هغه په وينا، تر ٢٠١٦ زېږديز کال پورې به امريکا او افغانستان يواځې سفارتي او ديپلوماتيکې اړيکې ولري.
د يادونې ده ، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر تر سلو زرو زيات وو ، خو په وروستيو کلونو کې يې د ويستلو لړۍ پيل شوې او اوس مهال ٣٢ زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي، چې ډېرى به يې د ٢٠١٤ کال تر پايه ووځي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، چې د نوې بهرنۍ تګلارې له مخې به د دوى پوځي لګښتونه کم شي او دا پيسې به په نورو کارونو ولګول شي .
هغه زياته کړه: (( امريکا پريوه خپلواک او متحد افغانستان باور لري او ملاتړ يې کوي، خو د افغانستان راتلونکى په خپله افغانانو پورې اړه لري.))
د هغه په وينا، دوى باوري دي، چې افغانستان به مخ پر وړاندې د پرمختګ پر لور روان وي او افغانان به خپلې پرېکړې په خپله کوي.
اوباما په ډاګه کړه، دوى غواړي چې افغانانو سره د ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي، څو د القاعدې له منځه وړل شوې ځالې بيا جوړې نه شي.
هغه زياته کړې : (( په افغانستان کې بشپړ امنيت نه دى تامين شوى،امريکا ددې مسووليت هم نه لري، خو دوى به په ډېرو ستونزو سره د ترلاسه شوي لږ امنيت په ساتلو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. ))
ويل کېږي، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتېري به د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په پوځي اډو کې وي، خو تر ٢٠١٥ کال وروسته به دوى يواځې د کابل او شاوخوا نږدې سيمو پورې محدود پاتې شي.
ټاکل شوې ده، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن د چهارشنبې په ورځ د عراق او افغانستان په اړه خپله نوې بهرنۍ تګلاره هم اعلان کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP