ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: پر ډاکټر عبدالله د بريد پلان  په پېښور کې جوړ شوى و

ملي امنيت: پر ډاکټر عبدالله د بريد پلان په پېښور کې جوړ شوى و

author avatar
9 Jun 2014 - 18:40
ملي امنيت: پر ډاکټر عبدالله د بريد پلان  په پېښور کې جوړ شوى و
author avatar
9 Jun 2014 - 18:40

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، چې د عبدالله عبدالله پر کاروان شوى بريد په پېښور ښار کې پلان شوى و او د امنيتي ارګانونو او د ياد کانديد د امنيتي غړو تر منځ کمه همغږي هم د پېښې د رامنځته کېدو لامل شوې.

 تېره جمعه کابل ښار کې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پر مشر عبدالله عبدالله باندې ځانمرګى بريد وشو، چې په پايله کې يې ١٢ کسان ووژل شول او ٤٠ نور ټپيان شول، خو ډاکټر عبدالله ته په کې زيان ونه رسېد.

 د ملي امنيت د عمومي رياست نوي وياند عبدالحسيب صديقي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، لومړنۍ څېړنې څرګندوي، چې د دغه بريد تر شا لشکر طيبه لاس لري او دغه بريد په پېښور ښار کې پلان شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې پر نوموړي باندې د بريد پر مهال د امنيتي ارګانونو او د عبدالله د امنيتي ټيم تر منځ هم نيمګړتياوې موجودې وې، چې دغه نيمګړتياوې اوس له منځه تللې دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ پر عبدالله عبدالله له بريد وروسته امنيتي ارګانونو ته په دې اړه د څېړنې امر کړى و.

 د ملي امنيت رياست وياند وويل، چې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو پر وړاندې امنيتي ګواښونو شتون درلود، چې د امنيتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت رياست په دې اړه ځانګړى استخباراتي پروګرام لري ، چې له مخې به يې د دواړو کانديدانو د امنيت د ټينګولو په موخه دوى له امنيتي ټيمونو سره په اړيکه کې وي.

 د ملي امنيت رياست وايي، چې د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه يې له ملي اردو او پوليسو سره په يوه ګډه طرحه کې کره پلانونه او تدابير په پام کې نيولي.

 د ملي امنيت عمومي رياست وياند وويل: ” په لومړي پړاو ټاکنو کې وسله والو له زرو څخه د زياتو پلانونو پر لارې اچولو سره يې په ډېرې کمې سلنې هم بريالي نه شول او يوه تاريخي ماته يې وخوړه او دا ځل به هم ماته خوري.”

 هغه څرګنده کړه، چې د ملي امنيت عمومي رياست د دويم پړاو ټاکنو د امنيتي تدابيرو په بهير کې په خپلې يوې ودانۍ کې د ١٩١٩ اطلاعاتي مرکز جوړ کړى، چې موخه يې د معلوماتو تر لاسه کول او په بيړې سره د ويجاړونکو ګواښونو مخه نيول دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.