کابل (پژواک ٢٤غبرګولی ٩٣): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس احمدیوسف نورستاني له ټولو هغو خلکو چې د رایې ورکولو له شرايطو سره برابر وي، وغوښتل چې د امنیتي ننګونې په پام کې نه نيولو سره د هېواد د راتلونکې زعيم د ټاکلو لپاره خپله رايه وکاروي.
نورستاني نن سهار اوه بجې خپله رایه صندوق ته واچوله او په دې توګه یې د رایې ورکونې لړۍ په رسمي بڼه پیل کړه.
نورستاني له خبریالانو سره په خبروکې له ټولو خلکو وغوښتل چې د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر په په دغه پړاو کې هم پراخ ګډون وکړي.
نوموړي وویل: ((زما پیغام د افغانستان خلکو ته دا دی چې په هر ځای کې چې دي او هغه کسان چې د رایې ورکونې کارت یې اخیستی او په شرایطو برابر دي، باید د رایې ورکونې صندوقونو ته ولاړ شي او یو ځل بیا ثابته کړي چې د افغانستان شریف خلک د امنیتي او نورو ستونزو سره سره خپل برخلیک ټاکي.))
نوموړي له امنیتي ځواکونو د ټاکنو د دویم پړاو د امنیت د ټينګښت له امله قدرداني وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې باید د رایې ورکونې سیمو ته دننه نه شي او د هغو سيمو امنيت په سمه توګه خوندي کړي کومې چې ورته سپارل شوې دي.
نورستاني وویل چې د رایې ورکونې ٦٣٦٥ مرکزونه چې ۲۳زره محلونه لري، د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعال دي او دغه ځل کمېسیون دغو محلونو ته په کافي اندازه رای پاڼې لېږلې دي تر څو د تېر ځل په شان له کمبود سره مخ نه شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه چې د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره به دغه ځل ټاکنې د لومړي ځل په نسبت رڼې ترسره شي او که د کمېسیون کوم کارکوونکی تقلب وکړي یا د کوم نوماند په ګټه کار وکړي د پولیسو له لوري به ونیول شي او عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
نوموړي د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د درغلیو په اړه وویل: ((موږ پرون داسې راپورونه ترلاسه کړل، د هغې په اړه څېړنې روانې دي، بېلابېل نظرونه یې په اړه شتون لري او تر اوسه په کره توګه څرګنده شوې نه ده چې امنیتي ځواکونو صندوقونه د چا په ګټه ډک کړي دي او یا یې د بل نوماند د بدنامولو لپاره دغه کار کړی دی.))
د ټاکنو په دویم پړاو کې دوه نوماندان ډاکتر اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله له یو بل سره سیالي کوي.
ټاکل شوې د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې د چنګاښ په ۳۱مه اعلان شي.
د ولسمشرۍ ټاکنې وروسته له هغه دویم پړاو ته ولاړې چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یوه نوماند هم ونه شو کولای د ټولو کارول شوو رایو تر پنځوس سلنې زیاتې رايې ترلاسه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن