Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنو پر مهال امنيتي پېښو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي

د ټاکنو پر مهال امنيتي پېښو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي

author avatar
14 Jun 2014 - 22:01
د ټاکنو پر مهال امنيتي پېښو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي
author avatar
14 Jun 2014 - 22:01

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړو، بريدونو او چاودنو راپورونه ورکړل شول، خو له دې سره سره د ټاکنو بهير په نورمال حالت کې ترسره شو او ميليونونو افغانانو خپلې رايې وکارولې.

د ټاکنو په دغو سياليو کې چې نن سهار اوه بجې پيل شوې او د مازديګر په څلورو بجو پاى ته ورسېدې، دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سره سيال و. د کورنيو چارو وزير محمدعمر داوودزي نن ناوخته په خبري ناسته کې وويل، چې د نن ورځې د نا امنيو په پېښو کې د ٢٠ په شاوخوا کې ملکي وګړي، ١٥ د ملي اردو سرتېري، ١١ پوليس او يو د ټاکنو کمېسيون کارکوونکى وژل شوي او شپږ د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.

ده زياته کړه، دغه راز د ټاکنو په ورځ ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي چې د ده په خبره، ښايي دغه شمېر نور هم ډېر شي.

د نا امنيو په دغو پېښو چې پژواک خبري اژانس ورته لاسرسى موندلى، ښيي چې ٣٠ تنه وژل شوي او ٥٣ نور ټپيان دي، چې دلته يې تفصيل وړاندې کېږي.

لوګر:

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د “شاکي کلا” سيمې په يوه کور کې نهو وسله والو د رايې ورکولو پر يوه مرکز د بريد پلان طرحه کاوه، چې امنيتي ځواکونو د راپور په ترلاسه کولو سره پرې بريد وکړ.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين وايي، چې په دغه بريد کې شپږ وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

کونړ:

په کونړ ولايت کې د ټاکنو له پيلېدو سره سم او تر هغه مخکې نن سهار د دغه ولايت له ځينو سيمو د نا امنيو راپورونه ورکړل شوي وو.

د رايو د پروسې له پيلېدو سره سم د دغه ولايت پر مرکز اسعداباد ښار يو توغندى هم ولګېد، خو والي شجاع الملک جلاله پژواک اژانس ته وويل چې کوم زيان يې نه درلود.

د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سيمه کې، نن سهار د وسله والو طالبانو او ولسي وګړو تر منځ نښته شوې ده.

امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي، په دې نښته کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

فارياب:

د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د رايې ورکولو د وترنرۍ مرکز په دروازه کې سهار مهال اته نيمې بجې چاودنه وشوه، چې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي په خبره، په دې پېښه کې يو پوليس او درې رايه ورکوونکي ټپيان شول.

په فارياب کې د راکټي بريد له امله درې تنه ووژل شول، چې د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي په خبره، وسله والو مخالفينو د غورماچ ولسوالۍ په مقر سيمې راکټي بريد وکړ، چې په يوه کور ولګېد او په ترڅ کې يې دوه ښځې او يو سړى ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

په يوه بله پېښه کې د ميمنې ښار د خراسان لېسې د رايې ورکولو په مرکز کې پنځه تنه ټپيان شول.

د فارياب د امنيتي مسوولينو په وينا، دغه پنځه تنه هغه مهال ژوبل شول، کله چې د رايې ورکوونکو او د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين د مرستيال تر منځ تاوتريخوالى رامنځته شو.

بغلان:

د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه سيمه ييز پوليس هغه مهال ټپيان شول، چې د رايې ورکولو يوه مرکز ته څېرمه پر موټرسايکل سپاره وو او ګزمه يې کوله.

کابل:

د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د حبيبيې لېسې ته څېرمه سهار اوه بجې او څلوېښت دقيقې چاودنه رامنځته شوه.

په همدې سيمه کې تر يوه پول لاندې ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې وچاودېد، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

د کابل په پلچرخي سيمه کې د ولسي جرګو د دوو وکيلانو الله ګل مجاهد او ملا تره خېل د کسانو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

پکتيا:

پاکستاني پوځيانو د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې، نن سهار مهال د سرحدي پوليسو پر پوستو توغنديي بريدونه پيل کړي او مخامخ جګړه هم روانه ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل وايي، تر اوسه (د غرمې دوولس بجې) په دغو بريدونو کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

له بلې خوا په پکتيا کې درې هغه وسله وال په چاودنو کې ووژل شول، چې ګردېز ښار ته يې چاودېدونکي توکي لېږدول.

د امنيې قوماندان اورياخېل په وينا، هغوى چې د ټاکنو پر مرکزونو د بريدونو پلان درلود، خپل چاودېدونکي توکي پرې چاودېدلي دي.

د پکتيا د احمداباد ولسوالۍ مرکزي لېسې ته څېرمه د سړک غاړې د ماين چاودنې په ترڅ کې ١١ هغه ولسي وګړي ټپيان شول، چې د رايې ورکولو مرکز ته نږدې يې اتڼوڼه کول.

خوست:

د خوست د عليشېر ولسوالۍ د “ببرک تاڼې” په سيمه کې د وسله والو په راکټي بريد کې پنځه ماشومان ووژل شول او ١٧ تنه ټپيان شول.

لغمان:

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په لوړه موړې سيمې د وسله والو مخالفينو له خوا د توغول شوي راکټ لګېدو له امله څلور ملکي وګړي (دوه ماشومان، يوه پېغله او يوه ښځه) وژل شوي دي.

بدخشان:

د بدخشان د جرم ولسوالۍ په خرانداب سيمه د وسله والو مخالفينو له خوا راکټي بريد شوى، چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار په وينا، په دې پېښه کې يو ساتنمن وژل شوى دى.

دى زياتوي، په يمګان ولسوالۍ کې هم د راکټي بريدونو له امله يو رايه ورکوونکى ټپي شوى دى.

فراه:

په فراه کې د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په پرچمن او پشتکوه ولسواليو کې د نا امنيو د ستونزو له امله د رايې ورکولو درې مرکزونه غير فعال پاتې شول.

پروان:

د پروان د شينواري ولسوالۍ د درازګرد او شتر شهر په سيمو کې وسله مخالفينو بريدونه کړي، چې د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندان سمونوال حسين شاه مقصودي په خبره، چې په شتر شهر سيمه کې د امنيتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

کندهار:

د کندهار ښار يوه کور ته نن تر غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې، اوه ځانمرګي بريدګر ننوتلي دي او د پوليسو له خوا تر محاصرې لاندې دي.

د کندهار ولايت مقام سرپرست وياند دواخان مينه پال وايي، دغه کسان په درنو او سپکو وسلو او لاسي بمونو سمبال دي او پر پوليسو يې د راکټ فيرونه کړي او يو لاسي بم يې اچولى دى، چې تر اوسه پورې يو پوليس په کې ټپي شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې نن د ټاکنو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لسګونه بريدونه کړي، چې له امله يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.