ژبه

د خوست ښځو ته په فرهنګي برخه کې کار نه دى شوى

خوست (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): په خوست کې يو شمېر مېرمنې د ښځو چارو پر رياست نيوکې لري، چې ګني د ښځو د فرهنګي فعاليتونو په برخه کې يې هېڅ ډول کار نه دی کړی.

نن سبا د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ښځو پنځلس ټولنې ثبت شوې او تر يوه بريده يې د ښځو لپاره فرهنګي کارونه کړي دي.

د دغه ولايت يو شمېر مېرمنو له پژواک خبري اژنس سره په خبروکې وويل، چې اوس زياتره دغه ټولنې تش په نوم پاتې دي او کارونه يې نه تر سترګو کېږي.

د خوست  د ښځو د حقونو يوې فعالې کاملې اکبري پژواک ته وويل، د ښځو فرهنګي فعاليتونه ځکه کمزوري دي چې پوره امکانات نه لري.

اکبري وايي: ((په خوست کې د ښځو پنځلس فرهنګي ټولنې شته؛ تر اوسه يوې ټولنې هم نه د مېرمنو لپاره مشاعرې جوړې کړې. نه يې ورته کتابتونونه جوړ کړي او نه نور فرهنګي کارونه شوي.))

د ″بيارغونې″ په نوم د يوې غېرې دولتي موسسې مشرې ناديې باوري پژواک ته وويل، چې د ښځو لپاره فرهنګي خدمتونو له نشت سره برابر دي.

باوري زياته کړه، چې دولت د ښځو د پرمختګ لپاره په هره برخه کې ډېر کار کړی خو دې برخې ته پاملرنه کمه ده.

نوموړې وايي: ((متاسفانه تر اوسه له موږ سره د فرهنګي ټولنو په پياوړي کولو او د فرهنګي چارو په ترسره کولو کې اساسي همکاري نه ده شوې.))

د خوست د ښځو چارو رييسه خاور اميري پژواک ته وايي، چې د خپلو کمو امکاناتو له امله نه شي کولای د ښځو لپاره فرهنګي ټولنې جوړې کړي يا په دې برخه کې کار وکړي.

هغه له مرکزي دولت او يو شمېر خيريه ټولنو غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې د ښځو له فرهنګي ټولنو سره پوره مرستې وکړي.

نوموړې زياته کړه: ((مخکې د خوست پي ار ټي او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې له ښځو سره ډېره مرسته کوله، خو اوس دغه ډونران هم نشته .))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ بيا په ياده برخه کې د ښځو چارو پر وزارت نيوکه لري، چې په دغه ولايت کې يې د ښځو د پرمختګ لپاره بنسټيز کارونه نه دي کړي.

نوموړي له ياد وزارته غوښتنه وکړه، چې په خوست کې د ښځو لپاره په هره برخه کې د بنسټيز بدلون رامنځته کولو په اړه جدي پاملرنه وکړي.

ځدراڼ زياتوي، چې په دغه ولايت کې د ښځو لپاره ټول ترسره شوي پروګرامونه د ولايتي ادارې د ځانګړې بودجې او د يو شمېر مرسته کوونکو ټولنو په مرسته جوړ شوي وو.

سره له دې چې په خوست کې د ښځو د فرهنګي فعاليتونو په برخه کې ځينې ستونزې شته، خو بايد وويل شي چې په تېرو څو کلونو کې په نورو برخو کې د ښځو فعاليتونه زيات شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، اوسمهال تر سل زره زياتې نجونې ښوونځيو ته ځي، په يو شمېر دفترونو کې د ښځو لپاره د کار کولو زمينه برابره شوې او په ډاډه زړه په پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

ورته موضوع