ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پيښه کې امریکایی تورنجنرال وژل شوی اوجرمن بریدجنرال ټپي دی

د کابل پيښه کې امریکایی تورنجنرال وژل شوی اوجرمن بریدجنرال ټپي دی

author avatar
5 Aug 2014 - 18:48
د کابل پيښه کې امریکایی تورنجنرال وژل شوی اوجرمن بریدجنرال ټپي دی
author avatar
5 Aug 2014 - 18:48

کابل ( پژواک، ۱۴ زمری ۹۳ ) :د کابل په ملي پوځي اکاډمۍ کې د ملي اردو دیوه سرتیري په ډزو کې یو امریکایی تورنجنرال وژل شوی او ۱۵ نور بهرني سرتیري ټپيان شوي دي.

دا پيښه د زمري په ۱۴مه، تر غرمې وروسته د کابل ښار د قرغې  په سیمه کې د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې رامنځته شوې ده.

دغه اکاډمۍ د بریتانیا په مرسته جوړه شوې او څو میاشتې مخکې دلومړي ځل لپاره افسران پکې د رزونې لپاره داخل کړی شوي وو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې د ملي دفاع وزارت د لومړنيو معلوماتو له مخې  ویل شوي، یوه تن چې پوځي جامې يې پرتن وې، د ملي اردو پر منسوبینو او بهرنيو همکارانو يې ډزې وکړې چې له امله يې یو بهرنی افسر ووژل شو او یوشمېر نور افغان او بهرني افسران ټپيان شول.

سرچینې زیاته کړې، چې ولسمشر حامد کرزي د ملي اردو پر منسوبینو او بهرنيو روزونکو برید، چې د پوځي اکاډمۍ له تاسیساتو څخه پر ليدنې او د افغانستان د پوځي ځواکونو پر پیاوړتیا بوخت و، د هغو دښمنانو کار وباله چې نه غواړي دغه هېواد د ځواکمنو بنسټونو خاوند شي.

 ولسمشر کرزی په داسې حال کې چې دغه بزدلانه برید په کلکه غندي، د کورنيو او بهرنيو منسوبینو کورنيو ته چې په دغه برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړې دي.

بلخوا په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پيښه کې د ایساف یو غړی وژل شوی او پيښه تر څیړنو لاندې ده.

د ملي دفاع وزارت هم ویلي چې د ملي اردو په جامو کې یوه تن پر کورنیو او بهرنیو سرتیرو ډزې کړې چې له امله یې له دواړو لوریو څخه یو شمیر کسان ټپیان شوي او برید کوونکی وژل شوی دي.

دامریکا  ددفاع وزارت او سپینې ماڼۍ منلې ده، چې په یاده پيښه کې د امریکا یو تورنجنرال وژل شوی چې دافغانستان په تیره ۱۳ کلنه جګړه کې تر ټولو لوړ پوړی امریکایي پوځي افسر دی.

غربي رسنیو خبر ورکړی، چې یاده پيښې دافغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې په ټپي شویو کې ۱۵ سرتیرو کې یې تر نیمایي زیات امریکایان دي او یو جرمنی بریدجنرال هم په ټپیانو کې شامل دی.

بلخوا په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ ویاند ویلي چې ولسمشر بارک اوباما پر دې پيښې خواشینی شوی او د وروستیو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یې په افغانستان کې د ناټو له لوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ سره یې خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼې ویاند جوش ارنیسټ ددې پيښې د غندلو ترڅنګ دا یې یوه دردوونکې پيښه بللې ده.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.