ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي : په دوه راتلونکو نړيوالو غونډو کې بايد نوى ولسمشر ګډون وکړي

author avatar
6 Aug 2014 - 18:18
author avatar
6 Aug 2014 - 18:18

کابل (پژواک ١٥زمرى ٩٣) : د ولسمشر وياند وايي، چې  په دوه راتلونکو نړيوالو غونډو کې به نوى ټاکل کېدونکى ولسمشر ګډون وکړي او له دې پرته بله لار نشته .

د ولسمشر وياند ايمل فيضي دغه څرګندونې د زمري په ١٥مه له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې .

هغه وويل چې يواځې يو پلان دى او هغه دا چې بايدد ميلادي  مياشتې اګسټ  تر ٢٥مه پورې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي او د همدې مياشتې تر پايه  بايد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره شي.

نوموړي وويل چې په راتلونکو  دوه نړيوالو غونډو کې چې يوه يې د ناټو غونډه او بلې يې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه ده ، نوى ولسمشر ګډون وکړي .

د فيضي په خبره : ((  موږ يواځې يو پلان لرو او دويم پلان نه لرو هغه دا چې د اګسټ  تر ٢٥مه پورې بايد د ټاکنو پايلې نهايي او د اګست تر پايه قدرت انتقال شي ،بل بديل نه لرو او نه پرې کار کوو.))

مخکې له دې داسې ويل کېدل چې که تر يادو غونډو  وړاندې د ټاکنو پايلې اعلان نه شي او نوى ولسمشر ونه ټاکل شي، نو  کېداى شي چې يا اوسنى ولسمشر کرزى او يا هم  ياد دواړه کانديدان او يا يې استازي ګډون وکړي .

 د زمري مياشتې په  ١١ مه د ناټو سازمان وويل، چې دا له وخت څخه مخکې خبره ده، چې د ويلز په سرمشريزه کې  به د افغانستان په استازيتوب څوک ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې د وږي د مياشتې په ١٣مه، ( د سپټمبر په ٤مه) دبريتانيا په ويلز ښار کې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل شي.

ددغه سازمان په تېرو سرمشريزو غونډو کې ولسمشر حامد کرزي ګډون کړى و .

 د ناټو د وېلز غونډه افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې په دې غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه وروستۍ پرېکړه کوي ، دغه راز په غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو د تمويل په اړه هم پرېکړې کېږي.

پخوا ويل شوي وو، چې تر يادې غونډې مخکې به د افغانستان نوى ولسمشر له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه لاسليکوي، ترڅو امريکا او ناټو تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

 له دغې  غونډې به څو اونۍ وروسته په نيويارک کې د ملګر ملتونو کلنۍ غونډه جوړه شي.

تر يادو دوو مهمو غونډو مخکې بايد افغانستان له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه هم لاسليک کړي، ولسمشر کرزي له دغه کار څخه انکار کړی، خو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله لا دمخه اعلان کړی، چې د ټاکل کېدو په صورت کې دا سندونه ژر لاسليک کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.