اسعداباد (پژواک ١٧ زمرى ۹٣): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چې د پاکستاني پوځ له لوري د دغه ولايت پر درېيو ولسواليو٧٩ توغندي را توغول شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا توغندي له تېر شپې راهيسې د سهار تر لسو بجو پورې د دانګام،شيګل او مرورې ولسواليو په مربوطاتو کې لګېدلي دي.
سيدخېلي وايي، چې د دغو توغنديو د لګېدو له امله په دانګام ولسوالۍ کې يوتن ماشوم ټپى شوى دى.
د يادونې ده، د سږ کال له پيله راهيسې د کونړ پر سرحدي ولسواليو په ورته بريدونو کې اته تنه وژل شوي، ٥٤ ته ټپيان، ٣٢ کورونه ويجاړ شوي، ٣٠٠ څاروي له منځه تللي او ٤٥٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.